قرآنی خبر خپروونکې نړیوله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د اردن «الرای» ورځپاڼې نه په نقل، محمد لسیلانی، د مسجدالحرام کتابونو او قرآنی چارو ادارې مشر د یو ملیون قرآنی نسخی چې د نړۍ په ۷۵ ژبو کې ژباړه شوی د دې جومات په مختلفو دالانونو کې د ویش خبر ورکړی.
هغه زیاته کړه: دا اقدام د مسجدالحرام د کتابونو او قرآن چارو اداری له اړخه د دې کال حج او عمره پروګرامونو برخه وه.
السیلانی څرګنده کړه: د دې پروګرام پیل کولو هدف، قرآن کریم ته د ټولو زائرانو او عمره کوونکو چې د نړۍ له مختلفو هیوادونو نه راغلې وو قرآن سره اړیکه او د دې الهی کتاب قرا.ئت دی.
هغه همدارنګه د مسجدالحرام د کتابونو او قرآن چارو اداری له اړخه ۷۹ کسان شپه ورځ مسجد الحرام کې دې خدمت لپاره شتون لرلو.
السلانی ادامه ورکړه: د یو ملیون زیات «صفة العمرة» (ځانګړی عمره) او یو شمېر کتابونه او علمی او لارښوونکې بروشر هم د دې کال د حج او عمره مناسک ترسره کولو لپاره د پروګرامونو برخه کې شامل وو.
هغه هم دارنګه د «آیفون» او «اندروید» موبایل کې بریښنایز قرآن ښکته کولو هم خبر ورکړو.