قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې¸ د «stepfeed» ویبپاڼی نه په نقل، په دې ویډیو کې چې «د قرآن کریم تجربه» نوم لری یو انجیل د قرآن کریم په جلد کې اېښودلی او ځنې برخې یی د سړک روانه خلکو ته ولوستلی شوی.
له دې نه پس د هغی نه د قرآن او اسلام په اړه او د اسلام او مسیحیت ترمنځه فرق په اړه پوښتنه کېږی.
د انجیل ځنی برخې اورېدلو نه پس خلک دې سوچ سره چې دا د قرآن آیتونه دی زر په اسلام او مسلمانانو باندې نیوکه شروع کوی.
او چی کله ترې دا غوښتنه کېږی چې د قرآن آیتونه له انجیل سره پرتله وکړی نو د هغی نیوکه نوره هم سخته شی.
او بیا چې کله ورته پته اولږی چې دا د انجیل ځنې برخه قرأئت شوی نو د ناباوری او د شرمندګی احساس کوی.
له دغو نه یو کس چې د تعصب ښودنه یی کړی وه وویل: ما همیشه دا کوښښ کړی چې زه د تعصب ښکار نشم خو ولی لکه چی یم».