IQNA

آل سعود او د اسلامی انقلاب لارښود د لیک خپرولو نه مخنیوی لپاره لټون

0:21 - December 14, 2015
د خبر لمبر: 3462787
نړیواله ډله: د اسلامی انقلاب لارښود له اړخه د اروپا ځوانانو ته اخیرنۍ لیک خپرولو سره آل سعود خپل ټول زور انټرنټ کې په ټولنیزه چینلو باندې استعمال کړو چې د دغه لیک مخنیوی وکړی.


قرآنی خبر خپروونکې نړواله ټولنه(ایکنا)راپور له مخې، د العالم خبرونو ویبپاڼی نه په نقل، د اروپا ځوانانو ته د اسلامی انقلاب لارښود اخیرنی لیک خپریدو سره د سعودی حکومت چی د ترهګرو ډلو سره د داعش اصلی حمایت کوونکې دی، خپل ټول زور د انټرنټ ټولنیزه چینلو کې پکار راوستلو چې د دې پیغام خپرېدو مخنیوی وکړی.

د النصره، داعش او د القاعده منونکو له اړخه اخیرنۍ ترهګری اقداماتو چې ناجیریا، لبنان، عراق، شام، ترکی، روس، مصر، فرانس او انګلیستان کې بی ګناه خلک یی په کې وژلی، د ایران اسلامی انقلاب لارښود خپل لیک کې د اروپا او امریکه ځوانانو ته د دې ترهګری اقداماتو شرح وړاندی کړی او له دی ځوانانو یی غوښتنه کړی چې د ناب محمدی اسلام دین چې په حقیقت کې د سولی او ملګرتیا دین دی لټون او څېړنی وکړی او د اسلام دروغجنو مدعیانو او افراطی ډلو سره مقابله وکړی.

خو ولی آل سعود چې نړۍ کې د ترهګری بنسټ اېښودونکې او د هغی مالی، فکری او د ترهګری وسله پال دی، او د ترهګرو ډلو نه لکه د داعش، القاعده او النصره نه حمایت کوونکې دی، خپل ټول زور یی د انټرنټ ټولنیزه پاڼو کې د غرب ځوانانو ته د آیت الله خامنه ای اخیرنۍ لیک نه مخنیوی لپاره پکار کړو او د هغی سره اړیکه لروونکې ټول لفظونه او کلمی هک کړی او بندی یی کړی د هغی مخنیوی کړی.

لیدلی شوی چې د بن طلال د سعودی ملیاردر شاهزاده خپله ونډه زیاتولو سره، چې د ټوئیټر شرکت مالک دی، عربستان کې د هغه ټولنیزه چینلو کې او د هغی په عمومی افکارو باندې تاثیر کوونکې ، د دې کال اکتوبر میاشته کې د ټوئیټر شرکت د دې عربستان شهزاده د ونډه زیاتولو خبر ورکړی وو.

بی له شکه چې د انټرنټ شرکتونو کې ونډه لرونکې او دا رنګه پیاوړی نفوذ څښتن نه استفاده کول، او د دې شرکتونو بی طرفه د دی دا چاری په پوښتنو کې بدلی کړی.

د نومبر به اخیره کې د رژیم صهیونیستو په اړه ویلی شوی چې د ګوګل شرکت نه یی غوښتنه کړی وه چې د فلسطین په اړه د دې شرکت له اړخه چی د کومو ویډیو څېړنه کېږی هغه ټولو مخنیوی وکړی.

سره د دی چې د ټویټر، ګوګل، پلاس، فیس بک او ځنې نوری ټولنیزه چینلې کې د اروپا ځوانانو ته د اسلامی انقلاب لارښود لیک ، نه مخنیوی د هغه ځوانانو د تعقل، سولیز ژوند او سولی ته رابللو په ځای د هغی افراطی او ترهګری افکار ته تقویت کې ملاتړ دی.

http://www.iqna.ir/fa/News/3462401

captcha