قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د پرس ټی وی نه په نقل، د اسلامی غورځنګ ویاند وویل: د پولیسو له اړخه د نایجېریا شمال کادونا ښار کې د اعتراض کوونکو لاریون باندې ډزی کړی چې په کې کم نه کم څلور شیعیان شهید او یو شمېر ژوبل شوی.
همدارنګه د تودون وادا کادونا سیمه کې هم اعتراض کوونکو د نایجېریا ځواک په خلاف شعار ورکړل او د کادونا زاریا ښار کې یو مذهبی ټولنې باندې حمله یی محکوم کړه. د محلی خبرونو د وینا په رڼا کې په سلګونه کسان په کې وژلی شوی وو.
اعتراض کوونکې همدارنګه د شیخ زکزاکی د ازادولو غوښتنه وکړه، د نایجېریا شیعیانو مشر چې سره د خپلې کورودانې په کور باندې حمله کې نیولی شوی.
د نایجېریه ځواک د آذر میاشته ۲۲ اتبار ورځ باندې د زکزاکی کور باندې برید کړی وو او هغه یی بندیوان کړو او د دې روحانی بندوان کولو سره مخالف کسانو باندې ډزی کړی، د نایجېریه ځواک یو ورځ مخکې ترې د زاریا ښار بقیة الله حسینیه باندې هم حمله کړی وه.
د بازار او د مدرسو بندیز
د راپور له مخې، د تودان وادا سیمه کې بازارونو او د مدرسو بندیز او د اعتراض کوونکو شمېر کې زیات والی راغلی.
د نایجېریا ځواک د پېر په ورځ د شیخ زاکزاکی بیدی کولو په اړه وویل: هغه او کورودانه یی صحیح او سالم دی او دواړه په زندان کې دی.
د نایجېریا اسلامی غورځنګ ویاند د شیعه په خلاف د مرګیزو حملو او د شیخ زکزاکی بندی کولو ته اشارې سره وویل دا پروګرام له مخې کې نه جوړ شوی وو او حکومت دا حملی د شیعه خلاف عمدا کړی.
د بشری حقوق ډلې او د قویأ فعالانو د نایجېریا حکومت د مذهبی او ټولنیزه ازادی او د شیعیانو سولیز ټولنی خلاف حملی محکوم کړی.
د نایجېریا ځواک همدارنګه د تېر کال اګست میاشته کې هم په هغه خلکو چې فلسطین باندې د اسرائیل حملو به خلاف یی لاریون پیل کړی وو حمله کړی وه.
په درې کلو باندې د بوکوحرام حملی کې 30مړه
همدارنګه د بوکوحرام ترهګره ډلې حملی کې چې د نایجېریا شمال شرق په دری کلو باندې کړی وه ۳۰ کسان مړه شوی.
په دې حملو کې د بورنو ولایت بوراشیکا، مانګاری او واروارا کلو باندې حملی شوی، چې په کې ۲۰ کسان ژوبل شوی د بوکوحرام ترهګری ډلې د دغه کسانو وژلو نه پس دې کلو ته اور واچولو.
د ترهګرو تکفیری ډله بوکوحرام همدارنګه په ۱۹ آذر باندې هم کامویا کلی باندې حمله کړی وه چې په کې ۱۴ کسان وژلی وو.
د نایجېریا شیعیان همېشه په دغه هیواد کې د ترهګری ډلی بوکوحرام ښکار کېږی، په تېر نومبر کې د دغی ترهګری ډلې حمله کې د کانو ولایت مسلمانانو مراسمو باندې حمله کې ۲۰ کسان وژلی وو.
نایجېریا کې د بوکوحرام حملی شروع کېدو نه پس په کال ۲۰۰۹ کې تقریبا ۲۰۰ زره کسان مړه او د دوه نیم میلیونه نه زیات کسان ژوبل شوی، دا ترهګره ډله له تېر کال نه داعش تکفیری ډلی سره تړون لری.
http://iqna.ir/fa/News/3463811