IQNA

صابر فرزام اعلان وکړو؛

مالیزیا پوهنتون سره همکاری لپاره د قرآنی مطالعاتو مرکز تیار دی

10:06 - December 19, 2015
د خبر لمبر: 3465732
نړیواله ډله: د ایکنا مشر د مالیزیا پوهنتون استادانو ټولنی ته د قرآنی مطالعاتو مرکز معرفی کولو او د دغې سازمان له اړخه د هیواد پوهنتونونو کې قرآنی فعالیتونو په اړه معلومات وړاندی کړل او وې ویل: دا مرکز تیار دی چې د مالیزیا استادانو او پوهنتونونو سره همکاری وکړی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، حمید صابر فرزام په دې کتنه کې وویل: ایکنا د نړۍ په مخ ځانګړی قرآن خبرونو ټولنه ده چې له کال ۲۰۰۳ نه یی خپل فعالیت شروع کړی، دی خبرې ټولنه شروع کې یواځی د ایران قرآنی خبرونه به وړاندې کول او له کال ۲۰۰۶ نه یی له سراسر نړۍ قرآنی خبرونه وړاندې کول شروع کړل.

هغه همدارنګه وویل: د دې خبری ټولنې انګلیسی او مالایی ژبی خبرونه نه د مالیزی خلک استفاده کوی.

صابر فرزام په ادامه کې د قرآن مطالعاتو مرکز معرفی و د دې سازمان له اړخه د هیواد په پوهنتونونو کې قرآنی فعالیتونه وړاندی کړل او وې ویل: دې مرکز خپل فعالیت شروع کړی او په ۴ برخو قرآن او اقتصاد، قرآن او سلامتی، قرآن او اړیکی او قرآن او ښودنی کې خپل فعالیت کوی.

هغه زیاته کړه: په دې مرکز کې د ډاکټریټ او کارپوهه محصلان چې د قرآنی برخو کې تحصیل نه کوی خپل څېړنی لیکلو لپاره او خپل علمی بحثونو د قرآن په نظر کې کتلو لپاره دی مرکز نه حمایت کوی.

هیواد پوهنتونونو کې قرآنی فعالیتونو سازمان مشر وویل: یو بل فعالیت زمونږ په دې سازمان کې د قرآنی پوهنو پرمختګ دی چې په کې د پوهنتون محصلان او د تحصیل نه فارغ کسانو نه چې قرآنی فکر لری، حمایت کېږی چې خپل فکر تر تولید او هغه په هیواد کې دننه او بهر خپور کړی.

د ایکنا فعالیت د وحدت په محور

صابر فرزام همدارنګه د مالیزیا دی ډلی ته څرګنده کړه: د قرآنی خبر خپروونکې ټولنی کې زمونږ محور د مسلمانانو اتحاد او یووالۍ دی او مونږ کوښښ کوو چې د اختلافی موضوعاتو نه پرهیز وکړو او د اتحاد ډګر مسلمانانو ته فراهم کړو.

هغه د شیعه او سنی اختلافاتو په اړه د یو سوال په ځواب کې وویل: مونږ ټول په یو الله او حضرت محمد او قرآن باندې اعتقاد لرونکې مسلمانان ګڼو. خو ولی هغه ډلی چې زانونه یی د مسلمانانو ترمنځه ځای کړی او له اسلام نه خبر نه دی لکه داعش، القاعده او دارنګه نورې ډلی چې کوښښ کوی د اسلام مخ خراب کړی.

صابر فرزام ادامه کې وویل: ټول مسلمانان زمونږ روڼه او خویندی دی، مونږ ټول اسلام مننونکو ته په درناوی ګورو او هغی مسلمانان ګڼو او افتخار کوو چې هغه زمونږ هم دینه دی.

هغه وویل: زمونږ په عقیده اسلام د سولی، مینی او مهربانۍ دین دی او که څوک د دې دین په اساس او قانون باندی تګ نه کوی مسلمان نه دی.

http://iqna.ir/fa/News/3463447

captcha