قرآنی خبر خپرووونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د اسلامی اړیکو او کلتور سازمان خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، نور احمد شهناز، د کراچۍ پوهنتون کې د شیخ زاید اسلامی تحقیقاتو مرکز مشر کراچۍ کې د ایران کلتوری سازمان مشر مهدی خطیب سره کتنه او خبرې اترې وکړی.
د کراچۍ پوهنتون کې د شیخ زاید اسلامی تحقیقاتو مرکز مشر په دې کتنه کې د خپل څېړنې آثارو کتاب«اسلامی حدود عملی کولو تاریخ» د ایران کلتوری سازمان مشر ته هدیه کړو.
په ادامه کې شهناز د مهدی خطیب له اړخه وړاندیز په اوسنی عصر کې د تکفیری او افراطی جریان په اړه د پاکستان ملی په کچې باندې کانفرانس پیل کولو په اړه وویل: د دې کنفرانس په ملی کچه پیل کولو لپاره ضروری ده چې تقریباْ ۲۵ پوهانده او شیعه او سنی عالمان باید له پوهنتون او د پاکستان مختلفو ښارونو نه د علمی او دینی مرکزونو دعوت وکړو.
په اخیره کې د ایران کلتوری سازمان مشر د حضرت آیت الله سید علی خامنه ای «د اسلام رسول اعظم صلی الله علیه و آله ژوند» لیکلې کتاب نور احمد شهناز ته هدیه کړو.