IQNA

دمشق سره د اسرائیل حمله کې د سمیر قنطار شهادت / حزب الله تایید کړو

5:11 - December 21, 2015
د خبر لمبر: 3467537
نړیواله ډله: د دمشق په خوا کې یو اوسېدونکې سیمه باندې د اسرائیل جنګی الوتکو حمله کې د لبنان حزب الله یو ستر مقام په شهادت رسېدلی.

قرآنی خبر خپرووونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د پریس ټی وی نه په نقل، د اسرائیل محلی رسنۍ نن راپور ورکړی چې د دمشق ۱۰ کیلو مېټر سیمه کې پروت جرمانا کې یی د سمیر القنطار په کور حمله کړی.
د راپورونو پر اساس په دې حمله کې کم نه کم ۱۰ کسان مړه او یو شمېر کسان ژوبل شوی.
د «النشره لبنان» سایټ راپور له مخې، بسام القنطار، د سمیر ورور د خپل فیسبوک او ټوئیټر په پاڼه باندې یو مطلب کې د ورور د شهادت خبر تایید کړی او لیکلې دی: افتخار سره د مجاهد لارښود سمیر القنطار په شهادت باندې خوا خوږې وړاندې کوم او افتخار کوم چې مونږ هم د شهیدانو کورنۍ کې شمېر شو.
خو ولی ځنې رسنۍ وایئ: چې دا حمله په سوریه کې فعال «ترهګرو ډلې» له اړخه وه.
القنطار په کال ۲۰۰۸ کې د حزب الله او تل آویو بندیوانو په بدلون کې ازاد شوی وو، چې د اسرائیل بند نه ۲۹ کاله پس ازاد شوی وو.
د اسرائیل لوړو مقاماتو ادعا لرله چې قنطار پنځه کسان وژلې او هغې قنطار په پنځ ځله عمری بند باندې محکوم کړی.
د لبنان حزب الله د سمیر القنطار شهادت تایید کړو
د لبنان حزب الله نن اتبار په ورځ د سمیر القنطار په شام کې شهادت تایید کړی.
حزب الله اعلان کړی: سمیر القنطار د رژیم صهیونیستو له اړخه د دمشق په اوسېدونکې سیمه باندې حمله کې په شهادت رسېدلی.
سمیر القنطار د رژیم صهیونیستو له ټولو نه زوړ لبنانی بندی ګڼلې کېدو.
http://iqna.ir/fa/News/3467311

captcha