IQNA

د ایکنا سره مرکه وویل:

فاطمة الزهراء سلام الله علیها؛ مرکزی امریکا کې د شیعیانو له ټولو فعال مرکز

9:52 - January 03, 2016
د خبر لمبر: 3479711
خارجی څانګه: السالو ادور کې د شیعیانو ټولنې مشر وویل: فاطمة الزهراء سلام الله علیها مرکز په السالوادور هیواد کې په کال 2004 کې جوړ شوی، چې د مرکزی امریکا سیمه کې د شیعیانو له ټولو فعال مرکز دی.

مصطفی السالوادوری چې په السالوادوری کې د اسلامی شیعیانو ټولنې مشر قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) سره مرکه کې د اسلامی مرکز فاطمة الزهراء سلام الله علیها په دغه هیواد کې فعالیتونه په اړه وویل: دا مرکز د امریکا مرکزی سیمه کې د یو فعال مرکز په عنوان سره په کال ۲۰۰۴ کې د ایران را تللو نه مخکې می له کورنۍ په مرسته جوړ کړی وو چې تر اوسه یی خپل فعالیتونو ته ادامه ورکړی.
هغه څرګنده کړه: اسلامی مرکز فاطمة الزهراء سلام الله علیها د لمونځ جمع پیل کولو سره سره د ښودنې کلاسونه هم پیل کوی او د دې سیمې شیعیانو لپاره د دینی او اسلامی کتابونو یو کتابتون هم جوړ کړی.
هغه وویل: اسلامی مرکز فاطمة الزهراء سلام الله علیها هم لکه د نورو اسلامی مرکزونو کال ترسره د قرآن کریم او د نورو برخو ښودو کلاسونه پیل کوی او د مختلفو اهل بیت علیهم السلام منونکو نه مېلمستیا کوی. د کمیل د دعا، د توسل دعا او د عزاداری مراسم په کې هم پیل کېږی، په دې مرکز کې د عزاداری مراسم د السالوادور د خلکو د کلتور په رنګه پیل کېږی چې په کې شعرونه وړاندې کېږی.
السالوادوری د دې مرکز تبلیغی فعالیتونو ته اشارې سره وویل: همدارنګه اسلامی مرکز فاطمة الزهراء سلام الله علیها د دې سیمې خلکو له اسلام سره پېژندلې لپاره په آنلاین توګه یوه رساله خپره وې، اسلامی مطالب خلکو ته وړاندې کوی او اوس یی یو انټرنیټی راډیو «مناره» هم پیل کړو.
هغه وویل: تقریباْ ۱۵کاله وړاندې په دې هیواد کې یو مسلمان هم نه وو، خو ولی د اسلامی مرکز فاطمة الزهراء په تبلیغ سره د السالودور یو شمېر خلک مسلمانان شوی او شیعه مذهب یی قبول کړی.
د السالودور ټولنه کې شیعه له اهل سنت نه زیات دې/ مسیحیان شیعه شوی
د اسلامی مرکز فاطمة الزهراء سلام الله علیها مشر ادامه کې وویل: او په السالوادور کې ۱۵۰ شیعه مسلمانان شتون لری چې د اهل سنتو نه یی شمېر زیات دی او د ټولو دا مورنی وطن دی یعنې ټول مسیحیان وو او اوس له صحیح اسلام نه خبرېدلو سره مسلمانان شوی.
هغه به دغه هیواد کې تبلیغی فعالیتونو ته اشارې سره وویل: له بده مرغه د السالودور هیواد سیاست په سبب او د دغه هیواد د امریکې سیاست نه پېروی کولو سره تبلیغی فعالیتونو کولو کې مخنیوې وجود لری، خو ولی مونږ خپل تبلیغ ترسره کوو.
السالو ادوری وویل: مونږ کوښښ کوو چې تقریری مراسم، هنری نندارتون، تاریخی دورې او اسلامی شریعت، د اسلامی نقاشۍ او د کتابونو نندارتون او ... پیل کولو سره دا مرکز او یا نور مرکزونه د دې سیمې خلک له اسلام او د عاشورا کلتور نه خبر کړی چې په دې لار نه د السالودور پوهنتون محصلانو ښه استقبال کړی.
د السالوادور اسلامی ټولنې مشر ادامه کې وویل: د دې مرکز فعالیتونو له وجهې نه یواځې دا چې اسلام خپور کړو بلکې د لاتینی کلتور او د اسلامی کلتور ترمنځه اړیکې جوړولو کې هم کامیاب شو.
مناره راډیو، مرکزی امریکا کې ړومبنۍ اسلامی راډیو
هغه امریکا کې اسلامی راډیو مناره جوړولو چې دا مرکزی امریکا کې ړومبنۍ او ځانګړی اسلامی راډیو دی ته اشارې سره وویل: له بده مرغه په دې سیمه کې یو اسلامی راډیو یا یو ټی وې چینل وجود نه لرلو چې د اسلامی نړۍ حالاتو خبر شی، چې ملګرو او استادانو سره مشورې نه پس مو د اسلام تبلیغ لپاره یو اسلامی راډیو په دې سیمه کې پیل کړو.
السالوادور وویل: لکه څه رنګه چې خبر یی چې د دې هیواد رسنۍ د اسلام په اړه د دروغ او د الزامونو نه ډک او د اسلام او مسلمانانو په خلاف پروګرامونه وړاندې کوې او مسلمانانو ته ترهګر وایئ نو په دې لار کې د فاطمة الزهراء د السالوادور شیعیانو او مسیحیانو چې شیعیانو سره یی ملګرتیا ده یو اسلامی راډیو مناره په نوم د اسلام حقیقت وړاندې کولو لپاره مو دا راډیو پیل کړی.
مناره راډیو کې د داعش پېژندنې کوښښ
هغه د دې راډیو فعالیتونو ته اشارې سره وویل: اوس مونږ په دې وخت کې د داعش همدارنګه د تکفیریانو پېژندنې او د منځنی ختیځ ستونزو او سیاست سره تړلې او د اسلامی نړۍ ستونزو سره تړلې پروګرامونو او مطالب تیارولو کې بوخت یو.

http://iqna.ir/fa/inter/News/3464041

captcha