خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) د
«masralekhbaria.com» ویبپاڼې نه په نقل، فایز حنا، د مصر منیا ولایت کې
قبطی مسیحی چې بې پیسو یی قرآنی آیتونه د دغه هیواد په جومات کې خطاطی سره
ولیکل.
فایز حنا د جومات دننه ښکلا او زینتی کارونو کې بوخت دی.
دې مسیحی هنرمند سره د قرآن کریم آیتونه د جومات په دېوال باندې لیکلو سره د عبادتی ځای زینتی کار هم ترسره کړو.
حنا
فایز د مصر دویم۲ ټی وې چینل کې «کلام تانی»( بله خبره) پروګرام ته مرکه
کې وویل: زه د منیا ښار تر ټولو نه آبادې سیمې «عزبه شاهین» استوګنه لرم چې
په دې سیمه کې د جوماتونو شمېر ډېر زیات شوی.

هغه
ادامه کې د استادانو له اړخه د لمانځلو او تشویق کولو سبب خطاطی وټاکله او
څرګنده یی کړه: د هغوی لمانځل او تشویق سبب دا وو چې زه دې هنر ته را
ننوتلې یم.
فایز حنا وویل: کله چې د قرآن آیتونه په جومات کې لیکم او د عبادت ځای کې زینت کوم نو یو ښکلې احساس ترلاسه کوم.
هغه زیاته کړه: دا یو پیغام وو چې افراطیانو او توند لارو لپاره می ورکړو چې اسلام او مسیحیت د بښنې او مینې دینونه دی.
http://iqna.ir/fa/News/3469359