قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د پرس ټی وی نه په
نقل، د حمله کوونکو دا حمله د جمعه په ورځ باندې پیل کړی چې په کې ۳ کسان
ژوبل شوی.
د څارونکې سازمان سایټ چې بنسټ یی په امریکا کې دی، راپور په
اساس، داعش ډلې چې بنګله دېش کې یو شمېر حملو مسؤولیت په غاړه اخیستلې
اعلان کړی چې د جمعه لمونځ پیل کېدو په وخت یی دا حمله کړی وه.
د دې راپور په اساس، یو شمېر لمونځ کوونکې ژوبل او مړه دی، خو ولی پولیس د جمعه په ورځ د درې کسانو د مړینې اعلان کړی.
د
بنګله دېش پولیس اعلان کړی چې د حملې په وخت په دغه جومات کې تقریباْ 100
کسانو د جمعه لمونځ پیل کولو دا جومات د ډاکا ښار چې د دغه هیواد پای تخت
دی نه تقریباْ ۲۵۰ کلو مېټر فاصله لری.
له دې نه مخکې داعش په بنګله دېش
کې د بنګله دېش شمال کې شیعیانو په جومات باندې د حملې د یو ایټالیایی
کشیش باندې ډزی کولو او د صوفیانو یو مشر وژلو مسؤولیت هم په غاړه اخیستلې
وو.
د بنګله دېش پولیس د «بنګله دېش مجاهدینو ټولنه» ترهګره ډلې په دې
حملو کې لاس لرلو اعلان کړی خو ولی شیخ حسینه، د دغه هیواد ولسمشره، د
حکومت مخالف اصلی ګوند د دې حملو مسئول ټاکلې خو ولی دغې ګوند دا ادعا رد
کړی ده.
http://iqna.ir/fa/News/3469740