IQNA

ولسمشر:

اسلامی هیوادونه دې اسلام واقعی مخ څرګندولو سره د اسلام نه غلط وړاندې شوی انځور څنګ ته کړی

12:37 - January 03, 2016
د خبر لمبر: 3479719
سیاسی ډله: حجت الاسلام و المسلمین روحانی د اسلامی هیوادونو مشرانو یو پیغام کې د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله د زوکړې مبارکې ورکولو سره تاکید وکړو: اسلامی هیوادونه باید د اسلام واقعی مخ څرګندولو سره د اسلام نه غلط وړاندې شوی انځور څنګ ته کړی.
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د ولسمشر دفتر ویبپاڼې نه په نقل، حجت الاسلام و المسلمین روحانی یو پیغام کې د حضرت محمد صلی الله علیه و آله د زوکړې مبارکې سره د هیله څرګنده کړه چې د دې مبارک او خوشحالې اختر په ورځ له قرآن او هغوی بزرګو سپېځلې سنت سره له مخکې نه زیاتی خپلې اړیکې محکم کولو او د وحدت او ورور ولۍ د اسلامی نړۍ ترمنځه مضبوط کولو او د سولې او آرامښت په ټولې نړۍ کې خپرولو لپاره هیلې ځلې کوو.
ولسمشر خپل پیغام کې څرګنده کړه: اوس له مخکې نه زیات ضرورت دی چې اسلامی هیوادونه له یو بل سره ملګرتیا او د اسلامی واقعی او رحمانې مخ څرګنده کړی چې د بخښنې، خواخوږی او د ټولو حقوقو خیال ساتنه له بنسټیزه اصولو نه دی. د اسلام دین نه غلط انځور او تفسیر وړاندې کول چې افراط او تاوتریخوالی د هغې نتیجه ده او اسلام نه وېرول او اسلام نه لری کېدل یی ځان سره سم وړاندې کړی او د اسلام نورانی مخ یی پټ کړی.
ولسمشر زیاته کړه: د دې تاوتریخوالی او افراط سره مقابلې لار کې به د ټولو مسلمانانو ولسو هرومرو ضرورت پېښېږی.
حجت الاسلام و المسلمین روحانی په اخیره کې د الله تعالی نه د نړۍ مسلمانانو کامیابی او خوشحالی غوښتنه وکړه.
http://iqna.ir/fa/News/3470399
captcha