IQNA

شیخ زکزاکی «جنایتی دسیسه او عمومی خلکو بلوا کولو » باندې تورن کړی

12:51 - January 03, 2016
د خبر لمبر: 3479722
نړیواله ډله: د نایجېریا عدالت پرون، شیخ ابراهیم زکزاکی، د نایجېریا وتلې عالم په (جنایتی دسیسه او عمومی خلکو بلوا کولو) باندې تورن کړو.
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د پرس ټی وی نه په نقل، د نایجېریا عدالت شیخ زکزاکی په خلاف تورنې مطرح کړی.
شیخ زکزاکی او د هغه یو شمېر منونکې پرون عدالت ته وړاندې شول او بیا یی بېرته بند ته ستانه کړل. 
خو ولی دا خبره په ډاګه نه شوه چې د شیخ زکزاکی دفاع عدالت ورسره ومنله او که هغه وکیل نه لرو.
اولابیسی کولاوول د نایجېریا پولیس عمومی اړیکو مسئول وویل: دا شیعه لارښود عدالت نه د جنایتی دسیسه او عمومی خلکو بلوا کولو باندې تورن شو، هغه زیاته کړه چې د شیخ زکزاکی په کور باندې د نایجېریا ځواکونو د آذر میاشتې ۲۲ تاریخ باندې حمله  کړی وه او هغه یی بندی کړی وو.
د شیخ زکزاکی بندی کولو په وخت ځنې هغه کسان چې له هغه نه یی حفاظت کولو هغه او یو شمېر کسان چې د اسلامی غورځنګ له لارښودو او ویاند وو شهید شوی.
د نایجېریا پولیس او ځواکونو د شیعیانو په مراسمو باندې د زاریا ښار کې حمله کړی وه، د نایجېریا ځواک ادعا کوی چې دې کسانو د ځواک یو ستر مشر قوماندان لار نیولې وه او د هغه ترور کولو اراده یی لرله چې دا ادعا د دغه هیواد له مسلمانانو له اړخه رد شوی ده.
په دې پېښه کې په سلګونو کسان د نایجېریا شیعیانو نه سره د شیخ زکزاکی درې زامنو شهید شوې وو، او د اسلامی بشر حقوقو سازمان له اړخه په دې پېښه کې د شهیدانو شمېر تر ۱۰۰۰ کسانو پورې اعلان شوی.
د نړۍ ډېرو بشری حقوقو سازمانو دا قتل عام محکوم کړی.
http://iqna.ir/fa/News/3470825
captcha