IQNA

ترهګری؛ بغداد کې د اسلامی پارلمانو اجلاس محور

12:59 - January 03, 2016
د خبر لمبر: 3479723
نړیواله ډله: د اسلامی همکاری سازمان غړو هیوادونو پارلمانو 11 اجلاس بغداد کې د ترهګری ستونزې سره پیل شو.
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د « IINA» خبرونو بنسټ نه په نقل، د عراق پای تخت بغداد کې له ۳۰ دی نه تر ۵ بهمن پورې د اسلامی همکاری سازمان غړو هیوادونو پارلمانو ۱۱ اجلاس کې شرکت کوونکو کوربه دی.
د عراق پارلمان له 53 غړو پارلمانونو نه دې اتحادیه کې د ګډون لپاره د بغداد اجلاس ته دعوت کړی.
د عراق غونډې استازی خارجی اړیکو کمېټه غړی عباس بیاتی، وویل: د ترهګری ستونزې اوارولو او د سیمې حالات د دې اجلاس ړومبنی ځانګړی پروګرام وو.
هغه وویل چې شرکت کوونکې به خپل تجربې نه استفاده کولو سره د ترهګرو سره مقابله او جنګ کولو او قانون جوړولو لپاره لاری اختیار کوی.
د عراق سیاسی شناندې وافق هاشم، وویل: دا اجلاس یو ښه فرصت دی د عراق لپاره چې خپل نظر د مختلفو ستونزو په اړه مطرح کړی.
د اسلامی همکاری سازمان غړې هیوادونو پارلمان اتحادیه له اسلامی هیوادونو له غونډو او پارلمان نه جوړ دی چې په کال ۱۹۹۹ کې په ایران کې بنسټ اېښودلې شوی او بنسټ یی تهران کې دی.
د اسلامی همکاری سازمان غړې هیوادونو پارلمان اتحادیه لسم اجلاس د ترکی استامبول ښار کې پیل شوی وو.
http://www.iqna.ir/fa/News/3470828
captcha