IQNA

د اسلام خلاف ویناوو سره مقابلې لپاره شیکاګو کې د دینونو مشرانو غونډه

10:36 - January 04, 2016
د خبر لمبر: 3479726
نړیواله ډله: د امریکا شیکاګو ښار کې د مسلمانانو خلاف د نفرت او تاوتریخوالی ویناوو نه مخنیوې لپاره د دینونو مشرانو غونډه پیل کېږی.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د ابنا اسلامی نړۍ خبرونو بنسټ نه په نقل، په دغه غونډه کې چې د چهارشنبه په ورځ پیل شوه، د ځنې سیاسي مشرانو په تېره بیا د امریکا ولسمشرې انتخاباتو لپاره د جمهوري غوښتونکې ګوند نه کانديد «دونالد ترامپ» له اړخه دارنګه خبرې کولو باندې غبرګون څرګنده کړو.

په دې غونډه کې شتون لرونکو د مسلمانانو خلاف د تاوتریخوالی وده کول یو ستره ستونزه وبلله او په دې اړه باندې د خبرو کولو او د مسلمانانو خلاف د نفرت او سپکاوې په اړه باندې څېړنې کولو باندې تاکید وکړو.

د شیکاګو مسلمانانو انجمن مشر «عزام نظام الدین» خپل تقریر کې وویل: جوماتونه د بې مخینې حملو او د اور لګوونکې بمونو سره مخامخ دي.

هغه زیاته کړه: په دې غم لړلې وخت کې له یو بل سره ودرېدل ډېر ضروري دي.

د امریکا کشیش «جبسی جکسن» څرګنده کړه: د زهرو نه ډک بادونه زمونږ هیواد ته راروان دي، مونږ په کار دې اجازت ور نکړو چې زمونږ د هیواد سیاست او هوا له زهرو ډکه کړي.

د امریکا دینی مشران کوښښ کوي چې له یو شان او متحد دریځ جوړ کړې، د دغه هیواد دینی ځایونه په تېره بیا جوماتونه چې پرې حملې کېږي، دا بریدونه محکوم کړي او د اسلام نه وېرولو خطر کې وده په اړه چې د ګډ دریځ او ګډ سولیز ژوند غټ خنډ دې غبرګون څرګنده کړي.

3471447

captcha