قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د اسلامی انقلاب معظم لارښود دفتر ویبپاڼې نه په نقل، حضرت آیت الله خامنه ای د اسلامی انقلاب لارښود پرون سهار د دی میاشتې ۱۳ تاریخ باندې د خپل فقې درسِ خارج په غونډه کښې د. عربستان له اړخه د شیخ نمر شهادت او د ناحقه وینې تویولو محکوم کولو سره تاکید وکړو چې باید اسلامی نړۍ او درسته دنیا باید د دغې قضیې په هکله خپل مسُولیت احساسوکړي. هغوي څرګنده کړه چې: بې له شکه د دغه مظلوم شهید په ناحقه بهول شوی وینه به ډیر ژر اغیز وکړی او د الهی انتقام لاس به د سعودی سیاستوالانو ګریوان ونیسی.
حضرت آیت الله خامنه ای وویل: دغه مظلوم عالم نه خو خلک وسله وال خوځښت ته هڅول او نه یې په پټه کومه دسیسه جوړوله بلکې یوازېنې کار یې د خپل دینی غیرت او جذبې زیږنده په څرګنده انتقاد او امر بالمعروف او نهی عن المنکر ؤ.
د اسلامی انقلاب لارښود د شیخ نمر شهادت او د ناحقه وینې تویول د سعودی حکومت سیاسی تیروتنه وبلله او وې ویل: الله په ناحقه بهولې شوي وینې نه مخ نه اړه وي، او ډېر زر به دا وینه د سعودی سیاستوالانو او مجرمانو ګرېوان ونیسي.
هغوي د بشری حقوقو؛ډیموکراسی او آزادی د ادعاکونکو په چوپتیا او له هغه سعودی رژیمه یې په ملاتړ چې د بېګناه وینه یوازې د اعتراض او انتقاد په خاطر پر مځکه تویوی؛ په سختې نیوکې سره ټینګار وکاوه:اسلامی نړۍ او درسته دنیا باید د دغې قضیې په هکله خپل مسُولیت احساس کړی.
حضرت آیت الله خامنه ای وویل: د عربستان واکمنان ځپونکی سیاست او د تش په نامه وسپنیز سوک په ناوړه توګه کارولو ته کاږلی دی.خو د عربستان حالات تر دې ډیر بد دی چې په ترهګرۍ او امنیتی نامو د مخالفانو او انتقادانو د سر په غوڅولو او فیزیکی حذفولو او یا په عربستان کښې په لاسوهنې د نورو هیوادونو په تورنولو سره کنټرول کړای شی. واقعیت دا دی چې عربستان همداسې سیاست په بحرین او یمن کښې هم اجرا کړی دی په داسې حال کښې چې په اوسنیو شرایطو کښې د عربستان دغه اقدامات له سترو محاسباتی تیروتنو سره مله دی.لومړی دا چې په بحرین او یمن کښې د خپلو پوځی لاسوهنو او خلکو د وژلو په وجه د نړۍ په کچه پر عربستان سختې نیوکې کیږی او باید خپلو جنایتونو ته ځواب ووائی.
د اسلامی انقلاب معظم لارښود
همدارنګه
وویل:بې له شکه چې شهید شیخ نمر د الله
فضل کې دي او بې له شکه چې الهی انتقام لاس به د سعودی سیاستوالانو ګریوان
ونیسی.
3463996