IQNA

د مصر شیعیانو مشرانو په دغه سیمه کې د فرقه یز نښتې شروع کېدو غبرګون

12:03 - January 05, 2016
د خبر لمبر: 3479730
نړیواله ډله: د مصر شیعیانو مشرانو په دغه سیمه کې د سعودي شیعه عالم شیخ نمر باقر النمر پانسی نه پس فرقه یز جنګ شروع کېدلو غبرګون ښودلي.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «الیوم السابع» خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د مصر شیعه مشرانو اعلان کړي: د شیخ نمر بافر النمر پانسي سبب شوي چې د فرقو ترمنځه نفرت او نښتي زیاتي شي.

د مصر وتلې شیعه پوهاند احمد راسم النفیس په دې اړه وویل: د عربستان شیعه عالم شیخ نمر پانسی سیمه کې د جنګ اور بل کړي چې د هغې مړه کولو له تصور نه بهر خبره ده.

هغه دې بیان سره چې د شیخ نمر پانسی د هغه فکر خپرېدل دي تاکید وکړو، د دغه شیعه عالم پانسی به سعودي او سیمې لپاره سخت بدې او زیان رسوونکې نتیجه لري.

د مصر شیعیانو مشر سالم الصباغ، په سیمه کې د فرقه یز جنګ غبرګون ورکولو سره وویل: د شیخ نمر پانسی به په شام او یمن کې د بحران ادامه کې بدلېږي.

هغه زیاته کړه: د عربستان له اړخه د شیخ نمر پانسی اقدام چې د سوریه بحران پایی ته رسېدونکې دې او په یمن کې د جنګ بندولو اعلان هم صادر شوي وو، خو ولی د شیخ نمر پانسی سره دا بحران به د هیوادونو ترمنځه نور هم زیات شي او جنګ به ادامه پیدا کړي.

عماد یوسف قندیل، د مصر شیعیانو مشرانو نه، په دې اړه وویل: د شیخ نمر پانسی د شیعه او سني ترمنځه د فتنه او تفرقه اور ته لمنه وهل دي.

هغه زیاته کړه: د شیخ نمر پانسی په داسې حال کې کړي چې هیڅ جنایت یی نه وو کړې او د داعش غوندې او د زهران علوش (د جیش الاسلام ترهګري ډلې مشر) غوندې اسلحه ته نه وو لاس کړي چې پانسی کړو.

http://iqna.ir/fa/news/3464068
captcha