قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) د رویترز خبرونو نه په نقل، هان کی مون خواخوږي څرګندولو سره د سعودی له اړخه د شیخ نمر پانسی او د نورو ۴۶ کسانو پانسی باندې د آرامښت او نرمښت غوښتنه کړي.
د هان کی مون ویاند په بیانیه کې وویل: شیخ نمر او ۴۶ کسان، په داسې حال کې پانسی شو چې د هغوي په اړه د عدالت فیصله کې او په هغې باندې پورې شوي تور کې شک موجود دي.
هان کی مون د شیخ نمر په اړه د سعودی مشرانو سره خبره کړي وه او له هغې نه یی غوښتنه کړې وه چې د پانسی حکم یی بېرته واخلې.
د هان کی مون ویاند وویل: د ملګرو ملتونو سازمان مشر همدارنګه د شیخ نمر شهادت په اړه آرامښت او نرمښت حفظ کولو غوښتنه وکړه او د ټولو سیمو له مشرانو نه یی غوښتنه وکړه چې د فرقه یز پېښو مخنیوي وکړي.
له دې نه مخکې د عربستان هیواد وزارت ادعا کړی وه چې شیخ نمر او نور ۴۶ کسانو باندې تور دې چې دوې ترهګرو سره لاس کوي او تکفیرې عقیدې لري نو په مرګ یی محکوم کړل.