قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا)، راپور له مخې، د اسلامی انقلاب لارښود دفتر نه په نقل، حضرت آیت الله خامنه ای د اسلامی انقلاب لارښود د افغانستان د اجراییه مشر عبدالله عبدالله سره کتنه کې د د افغانستان د مشکلاتو یوازینی حل د مسئولانو او قومونو په اتحاد وټاکلو او د ایران او افغانستان مخینې او د ملګرتیا ډېرو وړتیاوو ته یی اشارې سره وویل: ایران د افغانستان امنیت، آرامی او پرمختګ، خپل امنیت او پرمختګ ګڼی.
حضرت آیت الله خامنه ای د ملي وحدت حکومت جوړولو او د هیلې څرګندولو سره د افغانستان ستونزو حل ته اشارې سره زیاته کړه: انشاء الله د ملي وحدت حکومت به حقیقي او واقعي شکل پیدا کوې، ځګه چې د افغانستان د مشکلاتو یوازینی حل د مسئولانو او قومونو په اتحاد کې دی.
د انقلاب لارښود په افغانستان کې د مختلفو قومونو او د شیعه او سنی خپلو کې سره د سوله یز ژوند تېرولو ته اشارې سره وویل: مونږ له پخوا نه د افغانستان خلک صبر لرونکې، سخت محنت کوونکې او دینداره او ادبی ذوق لرونکې ګڼو خو دوه شونې هر ملت کمزوري کوي.
حضرت آیت الله خامنه ای، د افغان ملت څخه د ایران د ملاتړونومنجمله، د شوروی له نیواکګرۍ سره د جمهوری اسلامی بې ساری مخالفت او له افغان مجاهدینو څخه د ملاتړ په یادونې سره زیاته کړه، ایران اوس هم د افغانستان په څنګ کې ولاړ او د کابو ۳ میلیون افغان کډوالو کوربه دی.
د اسلامی انقلاب د رهبرۍ ستر مقام په ایران کې د ۱۶زره افغان زده کوونکو او فارغ التحصیلانو شتون، د افغانستان لپاره ارزښمنه موکه وبلله او ویې ویل چې افغان دولت باید په تشویقونو سره، دغه محصلین خپل هېواد ته د خدمت او ستنېدو لپاره وهڅوی.
د اسلامی انقلاب د رهبرۍ ستر مقام همدارنګه زیاته کړه، د ایران او افغانستان ترمنځ د ملګرتیاوو د کچې پراختیا ددواړو لوریو په ګټه ده او باید په صمیمیت او همکارۍ سره، د سرحدی اوبو د مسئلې په شان ځینې اختلافونه حل شی.
وی همدارنګه په تېرو کالو کې د مجاهدینو د څنګ ته کېدو پر سیاست په نیوکې سره وویل، د جنګسالارانو په شان نومو سره د مجاهدینو څنګ ته کول غلط سیاست دی او په داسې هېواد کې چې د پوځی تېری او دفتنې اچونې له تېری سره مخ دی، پخپله خلک باید د مجاهدت په روحیې سره له خپل هېواده دفاع وکړی.
حضرت آیت الله خامنه ای، په افغانستان کې د امریکا وژلو او دغه هېواد ته د زیاتو زیانونو اړولو ته په اشارې سره څرګنده کړه، امریکایان لا هم له افغانستانه لاس نه اخلی، خو دا چې د افغانستان په خلکو کې د مقاومت او دیندارۍ روحیه ډېره ژوره او په تاریخ کې مشهوره ده، هیڅ نیواکګر نه دی توانېدلی چې په افغانستان کې دوام پیدا کړی.
د افغانستان د حکومت د اجراییه مشر ددغه هېواد اصلی ستونزه نا امنی او د ترهګرو ډلو شتون وباله او ویې ویل چې د افغانستان دولت د خلکو په ملاتړونو او د ایران په ملګرتیا سره ددې ستونزو د لرې کولو لپاره هڅې کوی.
عبدالله عبدالله پردې په ټینګار سره چې له افغانستان سره د ایران ملګرتیاوې او مرستې د جهاد او مقاومت له وخته تر اوسه دوام لری، په ډاګه کړې یې ده چې په افغانستان کې د ملی وحدت دولت جوړېدل، ښه نسخه وه او د ډېرو ستونزو مخه یې ونیوله.
د افغان دولت اجراییه مشر همدارنګه له افغان ملت څخه د اسلامی انقلاب د رهبرۍ د ستر مقام له ملاتړونو او همدارنګه په ایران کې د افغان زده کوونکو د زده کړې لپاره ددوی له وروستی امر په قدرونې څخه په قدرونې سره زیاته کړه چې دغه ارزښتمن ملاتړونه د افغانستان ددولت او ملت په منځ کې له ایران څخه پیاوړی او پیاوړی موقعیت رامنځ ته کړی دی.
عبدالله ویلی، د ایران او افغانستان د ملګرتیا لپاره ښې زمینې شتون لری چې له ایرانی چارواکو سره په خبرو کې هڅه کېږی چې د هغو د پراختیا لارې چارې وجاجول شی.