IQNA

د افغانستان قرآنی عالي شورا:

د آیت الله نمر شهادت اسلامی ولس ویښ کړو

11:51 - January 11, 2016
د خبر لمبر: 3479760
نړیواله ډله: د افغانستان قرآن عالي شورا یو پيغام کې اعلان کړي: د آیت الله نمر زړه دردوونکې شهادت نه یواځې دا چې د اسلامی ولس ویښتیا سبب وو بلکې د آل سعود رژیم حکومت نسکورېدو سبب به هم ګرځي.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د اسلامی اړیکو او کلتور سازمان نه په نقل، د افغانستان قرآن عالي شورا یو پیغام کې د آیت الله شیخ نمر شهادت محکوم کړي.

د پیغام متن په دې ډول دي:

مِنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُم مَّن قَضَى نَحْبَهُ وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا؛ از ميان مؤمنان مردان هستند كه به آنچه با خدا عهد بستند صادقانه وفا كردند برخى از آنان به شهادت رسيدند و برخى از آنها در همين انتظارند و هرگز عقيده خود را تبديل نكردند.(احزاب/ 23)
له مؤمنانو څخه ځينى داسې شخصيتونه شته چې هغوې له الله سره كړې ژمنه رښتيا كړې ده ، له هغو نه چا خپل نذر پوره كړ او څوك دوخت راتلو ته انتظار باسي.هفوې پخپله كړنلاره كښې هيڅ تبديلي رانه وستله.

یو ځلې بیا د دښمن لاسونه د آل سعود له لستوڼو را بهر شول او مجاهد عالم آیت الله شیخ نمر شهید کړو، شهادت نه یواځې دا چې د اسلامی ولس ویښتیا سبب وو بلکې د آل سعود رژیم حکومت نسکورېدو سبب به هم ګرځي.

مونږ دا لویه پېښه د زماني امام (عج) ته او د هغه نائب حضرت آیت الله خامنه ای(حفظ الله) ته خواخوږي وړاندې کوو.

http://iqna.ir/fa/news/3466156


captcha