قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «الجزیرة نټ» خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د اسلام خلاف غورځنګ د سلګونو منوونکو په شتون کې «غرب اسلامی کولو سره مخالفه اوروپاییان» (پګیدا) بلژیک کې پرون، د دی میاشتې ۱۹ تاریخ باندې د هر هغه څه خلاف چې اوروپا اسلامی کول او د پناه غوښتو په اړ کې ناوړه استفاده کول یی ټاکلې د بلژیک شمال کې واقع «آنتورپ» ښار په سړکونو باندې احتجاج پیل کړو.
احتجاج کوونکو په لاسونو کې د پیغمبر صلی الله علیه و آله د سپکاوي انځورونه په لاس کې نیولې وو.
همدارنګه، د دې احتجاج تقریر کوونکو، د نوې کال په شپه د جرمنی ښار «کلن» کې د غیر قانونی کډه والو او پناه اخیستونکو سره تړې تاوتریخوالی په اړه نیوکه وکړه.
په دې احتجاج کې د بلژیک افراطی ښي اړخي توند لارې ګوند مهم غړي او د لوتز باخمان، جرمنی کې د اسلام خلاف غورځنګ بنسټګر او د هالنډ نور ښاریانو ګډون لرلو.
همدارنګه پرون یو بله غونډه د دغه اسلام خلاف احتجاج په ضد کې د بلژیک «آنتورپ» ښار کې پیل شوه چې ګډون کوونکو په کې د کډوالو سره مرستې غوښتنه وکړه.