IQNA

د امریکا کلیسا کې «د قرآن نزول» غونډه پیل کېږي

12:02 - January 11, 2016
د خبر لمبر: 3479764
نړیواله ډله: د امریکا تنسی ولایت کلیسا کې د مری ویل ښوونځي پوهنیار فیلیپ شرمن د اسلام په اړه یوه تعلیمي دوره پيل کوي.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «Knoxnews» خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، دا دوره به ۵ هفتى د اتبار په ورځ د امریکا تنسی ولایت کې «اوک ریج» ښار پروتستان کلیسا کې پيل کېږي.

د ریج اوک کلیسا کشیش شارون یانګز، وایئ: دا د حقیقت له افسانو نه د بلولو او د مسلمان روڼو او خويندو د عقاید و احترام یو ښه فرصت دي.

دې دوره کې کوښښ کېږي چې د هغه دین په اړه چې د نړۍ ۲۳٪ ټولنه تشکیل کوي او د یو ملیارد او شپږ سوه ملیونه مسلمانانو دین دي باره کې حقایق څرګنده شي.

شرمن وویل: زه همېشه دا هیله لرم چې خلکو سره د اسلام په اړه خبرې وکړم، زه فکر کوم چې نن زمونږ په هیواد کې سخت شرایط را منځته شوي، د اسلام خلاف خبري کېږي، د دي دورې ړومبنۍ غونډه چې د امریکې عمومي خلک په کې هم ګډون کولي شي دا دوره به د بهمن میاشته ۱۸ تاریخ پوری ادامه لري.

http://iqna.ir/fa/news/3465861


captcha