قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د پرس ټی وی نه په نقل، دا احتجاج نایجېریا بائوچی، کانو، یویه او نورو ولایتونو کې پیل شو.
احتجاج کوونکو په لاس کې د شیخ زکزاکی انځور لرلو سره د هغه د هغه د ټبر، او په د هغه منونکو سلګونو نورو کسانو د ازادی غوښتنه وکړو.
د نایجېریا پوليس د آذر میاشتې ۲۲ تاریخ باندې د شیخ زکزاکی کور باندې حمله کړې وه او هغه یی بندی کړی وو او هغه کسان چې د هغه بندی کولو سره مخالف وو او د هغه نه یی د حفاظت کوښښ کولو مړه کړي وو.
د شیخ زکزاکی بند کولو نه یو ورځ مخکې، ځواک د زاریا «بقیة الله» حسينيه باندې چې په کې د بوکوحرام په حمله مړ شوي کس جنازې مراسم پیل کېدل حمله کړې وه او په کې تقریباْ اوه کسان شهید شوی وو، او د دې حملو په ادامه کې نور په سلګونه شیعیان چې په کې د زکزاکی درې زامن هم وو شهید شوي او ډېر شیعیان یی بندي کړې.
د نایجېریا ځواک ادعا کوي چې زکزاکی او د هغه ټبر زنده او روغ دي خو ولی د هغوي د حالاتو په څرګنده توګه تر اوسه څه معلومات نشته، دا شیعه عالم د «جنایتی دسیسه او د عمومي خلک بلوا کول» تورن باندې متهم دي.