IQNA

د امریکا «اتلبارو» کتابتون؛ د قرآن د نندارتون کوربه

نړیواله ډله: د قرآن کریم نسخې نندارتون د مسلمانانو او د نورو دینونو ترمنځه اړیکې پیدا کولو په هدف سره دا نندارتون پیل کېږي.

10:04 - January 12, 2016
د خبر لمبر: 3479768
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «The Sun Chronicle» خبرونو بنسټ نه په نقل، دا نندارتون چې تېره هفته د نورو ننداره کوونکو کوربه وو، چې «قرآن کریم باندې اجمالي نظر، د باستان دورې نه تر نن پرمختګ دوره پورې» عنوان لرلو.

لجنا آیمالا، د دې نندارتون پیل کولو نه حمایت کوونکې وویل: لکه څرنګه چې څرګنده ده غیر مسلمانان له قرآن سره اشنائی نه لري او ځنې هغه نه دې لوستلې او ځنې کسانو په کې تر اوسه قرآن نه دې لیدلې، دا نندارتون د قرآن په اړه معلومات تر لاسه کولو او د مطالعه لپاره یو تعلیمي نندارتون دې.

هغه زیاته کړه: دې کار لپاره د «همګانی پوهنتون» ښه بل ځای نشته، قرآن کریم د مسلمانانو سپېڅلې کتاب دي چې ښکلې لارښوونې لري او د نړۍ له ټولو زیات لوستونکې کتاب دي.

آیمالا وویل: دا کتاب د ځنې هغه کسانو له اړه چې د دې ښودو سره اشنا نه وو د حملو هدف ګرځېدلې نو ځکه خلکو ته دعوت ورکوو چې تر څه حده له قرآن سره آشنا شي او خلاص ذهن سره د وحي حقیقي کلام سره آشنا شي.

دوه نورې غونډي د «قرآن کریم د سولې پيغام» او «سولې ستونزې، د داعش بحران پای ته رسېدل» د دي میاشتې په ۲۶ تاریخ باندې هم په دې کتابتون کې به پیل کېږي.

همدارنګه د پوښتنو او ځوابونو یوه غونډه هم پيل کېږي.

په دې نندارتون کې چې د بهمن میاشتې تر ۱۱ تاریخ پوری ادامه لري د قرآن کریم یو شمېر نسخې، د قرآن کریم ژباړې او قرآنی سافټ ویر به وړاندې کېږي او ننداره کوونکې به قرآنی انټرنیټ ویبپاڼو سره آشنا کېږي او له دې قرآنی سافټ ویرو نه به استفاده کولې شی.

http://iqna.ir/fa/news/3466468


captcha