IQNA

مالیزیا کې د قرآن حفظ کولو مرکزونه کره کولو لپاره د ځانګړي کمېټه جوړښت غوښتنه

20:35 - January 13, 2016
د خبر لمبر: 3479771
نړیواله ډله: د مالیزه د پوهنتون یو استاد په دغه هیواد کې د قرآن کریم حفظ کولو مدرسو تعلیمي پروګرام کره کولو لپاره د قرآن کریم حافظانو حرفه یی روزنې یوه ځانګړي کمېټه جوړولو لپاره غوښتنه کړي.

قرآنی خبر خپرووونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د مالیزیا « Bernama» خبرونو بنسټ نه په نقل، ذوالکفل عبدالغنی، د مالیزیا اسلامی علمونو پوهنتون استاد، وویل: د دې کمېټه جوړښت سره به د قرآن کریم مدرسو تعلیمي پروګرامونه چې د مالیزیا اسلام خپرولو سازمان او د اسلامی تعلیم هم آهنګي لپاره د مشورو غونډي له اړخه پیل کېږي په کې آسانتیا ر ا شي.

هغه وویل: په حقیقت کې، په دې وخت کې د قرآنی علمونو او موضوعاتو اسانول یوه نمونه وجود لري چې په ځنې قرآن حفظ کولو مرکزونو کې اجرا کېږي.

عبدالغنی زیاته کړه: د دې ځانګړي کمېټه جوړښت د مالیزیا د ړومبني وزیر مرستیال احمد زاهد حمیدی په غوښتنې سره په ټول هیواد کې د قرآن حفظ کولو مرکزونو پروګرامونه کره کولو هدف سره پیل کېږي.

د مالیزیا د استادانو ښودو ملي شورا مشر روسنا آوانګ هاشم زیاته کړه: دا کمېټه به د ډلو او ګوندونو لپاره د خوښې وړ لري چې غواړي راغونډ شی او د قرآن کریم حفظ کولو مرکزونو لپاره یو پروګرام جوړ کړي.

د مالیزیا اوتارا پوهنتون استاد هاشم وویل: د حافظانو قرآنی مرکزونو ته راوستلو تګلار وړاندې کول به زمونږ یو لوي کارنامه وي.

http://www.iqna.ir/fa/news/3466642

نویسنده:
رضوی
captcha