IQNA

داعش په فلپين کې د شتون اعلان وکړو

20:38 - January 13, 2016
د خبر لمبر: 3479773
نړیواله ډله: فلپين کې موجود فعال افراطیانو اعلان کړي: داعش د دغه هیواد جنوب کې واقع «میندانائو» جزیره کې د ولایت جوړولو اعلان کړي.
قرآنی خبر خپرووونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د روسیا الیوم نه په نقل، د ترهګرو څلورو سازمانون سره تړلې فلپينی ډلې له یو بل سره یو شوي له داعش ترهګري ډلې سره یی د وفاداري اعلان کړي.

اسنلون حابیلون د ترهګري ډلې فعال مشر «ابوسیاف» د دغه ولایت د حکومت دنده ترلاسه کړي.

پوهانو باور لري چې فلپين کې موجوده حوادث د داعش سیاست او پروګرامونو کې د بدلون په سبب دی.

پوهانو همدارنګه اعلان کړي چې د ترهګري ډلې داعش په عراق او شام کې له تېرې لوي موده راسي سختو مقابلو داعش مجبور کړي دي چې نورو ځمکو کې د خپل ترهګري فعالیتونه پیل کړي.

د داعش له اړخه په دغه هیواد کې د ولایت جوړولو اعلان د آسیا شرقي جنوبي نورو هیوادونو او اسټرالیا لپاره ګواښ دي، دا هیوادونه ممکن دي په نږدې وخت کې له دغه ولایت له اړخه د ترهګري حملو سره مخامخ شي.

http://www.iqna.ir/fa/news/3466719

نویسنده:
رضوی
captcha