قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) د «ګاردین» ورځپاڼي نه په نقل، د امریکې ولسمشر بارک اوباما، چې د اسلام او مسلمانانو خلاف دسیسه په تېره د داعش نه حمایت کول یی پر چا پټه نه ده، د دغه هیواد ولسمشرې انتخاباتو لپاره د جمهوري خواه ګوند له اړخه د کانديدو د اسلام او مسلمانانو خلاف خبري محکوم کړي او د هغې دا خبرې یی د داعش په حق کې ګڼلې.
بارک اوباما پرون د دی میاشتې ۲۲ تاریخ باندې د کال اخیرنۍ تقریر کې د ولسمشرې انتخاباتو لپاره کانديد دونالد ترامپ د اسلام خلاف خبرو باندې نیوکه وکړه.
اوباما وویل: کله چې سیاستوال د مسلمانانو سپکاوې کوي، کله چې جوماتونه هدف ګرځه وې او کله چې ماشومان هدف ګرځې او ... نو دا د امریکې لپاره د امنیت پیغام نه ورکوي.
هغه زیاته کړه: دا کار ډېر غلط او مونږ د نړۍ په مخکې شرمه وې او خپل هدف ته رسېدل مونږ لپاره سخت کوي.
دونالد ټرامپ د امریکا ۲۰۱۶ ولسمشر انتخاباتو لپاره د جمهوري خواه ګوند له اړخه کاندید دي خپل انتخابی کمپاین کې یی بار بار د مسلمانانو په خلاف د بلوا کېدو خبرې کړي.
د امریکا په ځمکه باندې د مسلمانانو بندیز او په مسلمانانو باندې څارنې کولو لپاره د یوې کمېټۍ جوړول د هغه ویناوې دي.