قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) د اسلامی نړیواله خبرونو نه په نقل، ایاد امین مدنی، د اسلامی همکاري سازمان مشر، د کامرون شمال کې واقع جومات کې ځانمرګی چاودنې په اړه چې په کې ۱۳ تنه مړه او په لسګونو ژوبل شوي د دغه هیواد حکومت او د مړینو کورنۍ ته خواخوږي وړاندې کړې او د ترهګري وهلې سېمې خلکو ته او د بوکوحرام ترهګري ډلې سره مقابله کوونکو ائتلاف سره ته یی خواشیني وړاندې کړه.
د یو محلی مشر د وینا په رڼا کې دا چاودنه د چهار شنبه په سهار د دی میاشتې ۲۳ باندې د محلی وخت ۵:۴۰ بجې د کامرون شمال کې واقع «کوپایه» جومات کې پېښه شوي.
همدارنګه د اسلامی همکاري سازمان یوه بیانیه کې، د اندونیزیا هیواد پای تخت جاکارتا کې د یو شمېر چاودنو او ډزو چې پرون سحر ۲۴ دی باندې شوي وې او په کې ۶ کسان مړه او یو شمېر کسان ژوبل شوي محکوم کړي.
د اسلامی سازمان مشر د دغه سازمان اصولو سره د ترهګرو ټول اقدامات او د افراط ګري نه ډک هر قسمه تاوتریخوالی او د دغه اقداماتو هر توجیه په څرګنده ډول رد کړه.
رسمی سرچینو تاکید کړي چې دا چاودنې د ملګرو ملتونو سازمان دفتر سره پیل شوي.
ترهګري ډلې داعش په جاکارتا کې د چاودنو مسؤولیت په خپله غاړه اخیستلي.