IQNA

نجف کې د آل خلیفه خلاف احتجاج

5:42 - January 20, 2016
د خبر لمبر: 3479788
نړیواله ډله: عراق کې د بحرین استوګنه خلکو د بحرین د بهرنې چارو وزیر له اړخه د آیت الله سیستانی سپکاوي کولو په خلاف احتجاج وکړو.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د منامه پست خبرونو بنسټ نه په نقل، دا احتجاج د شنبه په ورځ باندې د بحرین بهرنې چارو وزیر خالد بن آل خلیفه له اړخه د آیت الله سیستانی په اړه سپکاوي کولو په خلاف پيل شو.

په دې احتجاج کې ګډون کوونکو، د بحرین د بهرنې وزیر له اړخه د عراق خلک ترهګره یادولو او د آیت الله سیستانی نه د خلکو ځواکي فعالیتونه ترک کولو په اړه د فتوا غوښتنه محکوم کړه او دا رنګه نظر څرګندول یی د شیعیانو د دینی مرجعیت په خلاف سپکاوې و ټاکلو.

احتجاج کوونکو د بحرین بیرغ، د آیت الله سیستانی انځور او د بحرین د بهرنۍ چارو وزیر سپکاوې د محکومیت په اړه یی په لاسونو کې کارډونه اوچت کړي وو.

د بحرین بهرنۍ چارو وزیر د جمعه په ورځ ۲۵ دی باندې د خپل ټوئیټر پاڼه باندې د عراق د خلکو ځواک باندې بې بنیاده او بې اساسه تور ولګولو چې د عراق خلک ترهګر دي او په تېر منګل باندې د عراق دیاله ولایت المقدادیه جومات کې چاودنې له یی له دې سره نسبت ورکړو.

هغه خپل د سپکاوې نه ډکې وینا کې د عراق خلکو ته وویل: چې تاسو او داعش کې څه فرق وجود لري؟

د بحرین بهرنۍ چارو وزیر همدارنګه د خپل توئیټ پيغام کې، له حضرت آیت الله سیستانی نه غوښتنه کړې وه چې د عراق خلکو ځواک انحلال په اړه فتوای صادر کولو غوښتنه کړي.

3468348


captcha