قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «صدی البلد» خبرونو بنسټ نه په نقل، د ټولنیزه چینل فیسبوک کارنو یو ویډیو کلپ چې عربی ژبه ته ژباړه شوي خپور کړې چې په غربی پوهاند د مور په خېټه کې د جنین جوړېدو مرحلې باندې رڼا اچولې او خپلو پوهنو سره یی په دې اړه د قرآن کریم په صداقت او حق باندې اقرار کړي.
غربی پوهانو، په دې ویډیو کلپ کې چې وخت یی څلور نیم دقیقه دي، اقرار کوي چې قرآن کریم د الله له اړخه د انسان پیدایښت په ډېر ځيرکتیا سره بیان کړي.
د غرب پوهانو ډې ډلې همدارنګه د سوره «مومنون» آیتونه چې د انسان د جنین په اړه بیان کوي د پرمختګه نوې علمونو سره تاکید کړې او اعلان یی کړي چې قرآن کریم په دغه موضوع کې ډېر دقیق اصطلاحاتو نه استفاده کړي او په ډېر فصیح طریقې سره یې روښانه کړي.
په دې ویډیو کلپ کې همدارنګه د انسان د جنین جوړېدو د نوې علم په اساس توضیح ورکړې شوي او په کې راغلی: سره د دې چې قرآن کریم ۱۴۰۰ کاله مخکې نازل شوي خو ولی د جنین جوړېدل یی ډېر دقیق بیان کړي او دا د حضرت محمد صلی الله علیه و آله د دین د ريښتینوالي دلیل دی.
د سوره «مومنون» ۱۲ نه تر ۱۴ آیتونه وایې: «وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنسَانَ مِن سُلَالَةٍ مِّن طِینٍ ﴿۱۲﴾ ثُمَّ جَعَلْنَاهُ نُطْفَةً فِی قَرَارٍ مَّکِینٍ ﴿۱۳﴾ ثُمَّ خَلَقْنَا النُّطْفَةَ عَلَقَةً فَخَلَقْنَا الْعَلَقَةَ مُضْغَةً فَخَلَقْنَا الْمُضْغَةَ عِظَامًا فَکَسَوْنَا الْعِظَامَ لَحْمًا ثُمَّ أَنشَأْنَاهُ خَلْقًا آخَرَ فَتَبَارَکَ اللَّهُ أَحْسَنُ الْخَالِقِین ﴿۱۴﴾:مونږ انسان له مكنې نرۍ خټې څخه جوړكړ ، بيا موهغه په يو محفوظ ځاى كښې په څڅېدلي څاڅكى تبديل كړ،بيا موهغه څاڅكي ته د برغنډبڼه وركړه.بيا مو برغنډ بوټۍ وګرځوله ، بيا مو بوټۍ هډوكي جوړ كړل ، بيا مو هډوکو ته غوښه ور واغوستله ، بيا موهغه يوبل مخلوق جوړ كړ، نو ډېر زيات بركتناك دى الله ،ترټولو پیدا کوونکو ښه پیدا کوونکی.