قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د « Tribune» خبرونو نه په نقل، د پاکستان دینی چارو وزیر سردار محمد یوسف اعلان کړي چې د پاکستان حکومت غواړې د قرآن کریم ښودنه د پاکستان ټولو حکومتی ځانګړې تعلیمي ادارو کې له
پیش دبستانی نه تر لسم جماعت پوری تصویب کړي.
هغه زیاته کړه: دا تعلیم به په دوه برخو د قرآن کریم تلاوت او ژباړه په اړه پيل کېږي.
د اخیرنۍ تایید لپاره د پاکستان ملي مذهبی چارو غونډې له اړخه، ټولو مشرانو نه غوښتنه شوي چې د دې قانون اجرا کولو په اړه اطمینان حاصل کړي.
سردار محمد یوسف وویل: د دې پروګرام پر اساس، ټولې تعلیمي ادارې به د قرآن قرائت له پیش دبستانی نه تر پنځم جماعت پورې او د قرآن ژباړه د شپږم نه تر لسم جماعت پورې ښودو باندې موظف وې.
د پاکستان دینی چارو وزیر زیاته کړه: دا چې پاکستان جمهوری اسلامی هیواد دي، نو محصلانو قرآن کریم او د قرآن کریم زدکړې باید له د خپل تحصیل ړومبني کلونو کې ترلاسه کړي.