IQNA

د کاناډا کتابتون کې قرآن سره د غیر مسلمانانو اشنایی

15:50 - January 26, 2016
د خبر لمبر: 3479813
نړیواله ډله: قرآن کریم سره د اشنا کېدلو پروګرام، د کاناډا کینګسټون ښار «ایزابل ترنر» کتابتون کې پیل شو.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د « ckwstv» خبرونو بنسټ نه په نقل، دا پروګرام په کاناډا کې د یو لوي کمپاین «له اسلام شک لرې کول» یو برخه ده چې اوس اوس پيل شوي ده.

د قرآن سره اشنا کېدو پروګرام چې د ایزابل کتابتون کې پيل شو، یو کوښښ وو چې خلک له حقیقي اسلام سره اشنا شي او پوهه شي چې مسلمانان هم د داعش غونډې ترهګرې ډلې محکوم کوي.

د کتابونه او د زدکړې پوسټرو وړاندې کولو سره په دې پروګرام کې کوښښ ؤ شو چې ننداره کوونکو ته د قرآن او قرآنی ښودو په اړه اطلاعات وړاندې کړي.

د قرآن سره اشنا کېدو پروګرام پیل کوونکو نه یو کس څرګنده کړه: ټولو مسلمانانو باندې تورن لږولو په ځای ولی له هغو سره خبرې اترې نه کوو او پوښتنې ترې نه کوو، د غلطو تصوراتو لرې کولو ښه لاره تعلیم دي.

له اسلام شک لرې کول سراسري کمپاین کې، د کاناډا مسلمانانو لپاره ۱۳۰ پروګرامونه پیل کېږي چې د جوماتونو خلاصې دروازې او اسلامی ځایونه ته شاملیږي او د سراسر کاناډا ۳۵ ښارونو نه به تقریباْ ۳۰۰ کسان ترې ننداره کوي.

له اسلام شک لرې کول کمپاین به د کال ۲۰۱۶ اخیرې پوری ادامه لري.

http://iqna.ir/fa/news/3469781

نویسنده:
رضوی
captcha