IQNA

د مصر مفتی:

مسلمانان سفیران امریکا کې د اسلامی تمدن سفیران دي

9:58 - January 27, 2016
د خبر لمبر: 3479816
نړیواله ډله: د مصر مفتي اعظم «شوقی علام»، د امریکا بهرنۍ چارو وزیر سره لید کې وویل: د امریکا مسلمانان د اسلامی نړۍ سره نږدې او محکمې اړیکې لري، او په دغه هیواد کې د اسلامی تمدن سفیران دي.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «cairoportal.com» ویبپاڼې نه په نقل، د مصر مفتی اعظم شوقی علام د سوئیس «داووس» کې د نړیواله اقتصادي غونډې کلیزه اجلاس کې د جان کری او د امریکا بهرنۍ چارو وزیر سره لید وکړو.

هغه په دې کتنه کې دې تاکید سره چې هیڅ یو هیواد په نړۍ کې له ترهګري او افراط ګري نه په امان کې نه دې د ترهګري نابود کولو لپاره د نور زیات کوښښ ضرورت باندې تاکید وکړو.

شوقی علام په ادامه کې وویل: امریکا کې د مسلمانانو شتون د دغه هیواد د ټولو ګوندونو لپاره د ژوندون او یو مثبت شتون دي.

د مصر مفتی زیاته کړه: لکه څرنګه چې یو مسلمان د اسلامی نړۍ سره محکم او ټينګې اړیکې لري، نو د امریکې ټولنه دې له دې نه په ښه توګه استفاده وکړي.

شوقی ادامه کې وویل: د اسلامی نړۍ سره د امریکا کې د مسلمانانو محکمې اړیکې دا اټکل هغوي ته ورکوي چې د اسلامی تمدن سفیر په توګه امریکا کې په مختلفو سیاسي، اقتصادي او فکري میدانونو کې خپله دنده ترسره کړي او د ټولنې پرمختګ کې ځان شریک کړي.

هغه په دې ملاقات کې همدارنګه د مصر دارالفتوای له اړخه د توند لاري سره مقابله او د کلتورونو او تمدن ترمنځه د یو ارتباطي دنده پيل کولو ته اشارې سره وویل: دا مرکز له دینی کانفرانس، خبرپاڼه خپرونې، د مبلغانو او عالمانو د نړۍ مختلفو سیمو ته لېږلو سره د صحیح اسلام ښودلو لپاره کوښښونه کوي.

سوئیس «داووس» کې د اقتصاد نړیواله غونډې اجلاس د مشرانو او د نړۍ له ۱۵۰ هیوادونو وتلې شخصیتونو په شتون سره له دی میاشته ۳۰ نه شروع شوي وو چې دریم بهمن باندې خپل کار تر پای ورسولو، د مصر مفتی اعظم نه په دې اجلاس کې په رسمي توګه دعوت شوي وو چې هغه په کې ګډون وکړو.

http://iqna.ir/fa/news/3469665

captcha