IQNA

12:24 - January 27, 2016
د خبر لمبر: 3479817
نړیواله ډله: د افغانستان ولسمشر وعده ورکړه چې د ترهګرې ډلې داعش چې یوه محلي برخه یی د حکومتي ځواکونو او د طالبانو سره نښته کوي دلته افغانستان کې دفن کوو.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د پرس ټی وی نه په نقل، اشرف غني احمدزی، د افغانتسان ولسمشر بی بی سی چینل ته یوې مرکه کې وویل: داعش افغانی پېښه نه ده او د دې ډلې جنایات خلک تر پوزې راوستلې دی.

هغه زیاته کړه: افغانیان اوس انتقامي موخه لري او داعش غلطي کړي چې د له دې خلکو سره مخامخ شوي.

د افغانستان ولسمشر همدارنګه د داعش خلاف سیمیز او نړیواله اقداماتو ترسره کولو غوښتنه وکړه.

اشرف غني همدارنګه د سوئیس داووس نړیواله اقتصادي غونډه کې وویل: د انکار وړ نه لري چې له لویو خطرو سره مخامخ یو.

هغه تاکید وکړو: هغه سیمه چې تېرې دښمنې ورته میراث کې ملو شوې ډېر ځيرکتیا ته اړه لري او له دې نه زیات کوښښ او تمرکز ته اړتیا لري.

د امریکې بهرنۍ چارو وزیر تېره هفته اعلان کړي وو: افغانستان کې د داعش برخه یی د ترهګري سازمان فهرست کې لیکلې.

د امریکې بهرنۍ چارو وزیر وویل دا ډله د تېر کال ژمی نه د پاکستانی او افغانستانی طالبانو غړو نه جوړه شوي.

اشرف غني په ادامه کې غبرګون څرګنده کړو: که چې د طالبانو سره د سولې مذاکرات تر اپرېل میاشتې شروع نه شو نو شخړې به نورې هم زیاتې شي.

د افغانستان ولسمشر وویل: وخت زمونږ ملګري نه دې خو ولی پوهېږو چې د فروري او مارچ میاشته د ژوندون میاشتې دی.

اشرف غني زیاته کړه: شتون لرونکې دې پوهه شي چې د افغانستان جنګ د یو لوي او ستر جنګ یوه برخه ده چې پاکستان به هم د دې په لمنه کې راځي.

د هغه د وینا په رڼا کې دا ستونزې سره تړلې دی او د یو هیواد وس نه دې چې دا حل کړي.

اشرف غني همدارنګه وویل: پاکستان باید د طالبانو هغه ډلو چې خبرو ته تیار نه دې په خلاف یی عملیات وکړي.

د افغانستان ولسمشر زیاته کړه: مونږ باید ووینو چې مشترکه ګټې لرو باید د حکومتي سیسټم حفظ کولو او محکم کولو لپاره سره اقدام وکړو.

اشرف غني اروپا کې د افغاني کډوالو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل: هغه څه چې زه یی هغوي ته وایم دا دې چې تاسې بیا افغانستان کې ځای نه لري او د اروپا سرحدونه بندېدو کې دي.

http://iqna.ir/fa/news/3470160

د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر: