قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د مالیزیا (Bernama) خبرونو نه په نقل، «سید فیض الدین پوترا جمال الیل» د «المدینه» جومات پرانیستا مراسمو کې وویل: جوماتونه نه باید یواځې د عبادت لپاره وي بلکې باید مختلفو برخو کې د ګټور علم خپرولو لپاره ترې هم استفاده وشي.
هغه زیاته کړه: د قرآن کریم مطالعه او تعلیمي کلاسونه او د ماشومانو لپاره د قرآن کریم کلاسونه پیل کول هم باید د جومات فعالیتونو کې شمېر شي.
د پرلیس شهزاده تاکید وکړو: د اسلام څرګندولو وخت کې هم جوماتونو نه د وحدت مرکزونو په عنوان استفاده شوي چې هغه وخت مقام، دولت، کلتور او رنګ د چا لپاره اهمیت نه لرلو.
هغه زیاته کړه: جوماتونه باید د مسلمانانو د وحدت نښه او د قدرت نقطه وګرځې او د اسلام روغ انځور چې پیغام یی سوله ده ترې خپور شي.