قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د رویترز نه په نقل، د پاکستان اسلامی ایدیالوژي شورا مشر مولانا محمد خان شیرانی، د حکومت له دې شورا نه غوښتنې سره مونږ د دې قانون«د دینی مقدساتو سپکاوي» اصلاح او بیا کتنې ته تیار یو.
هغه زیاته کړه: د دې قانون ۲۹۸-B او ۲۹۵-C بندونه د هغه اعمالو چې یو مذهب کې جرم ګڼلې کېږي سزا ورکولو نه منع شوي ده، نو دا جرمونه د مذهبی لقبونو، د قرآن کریم بې حرمتي، د مذهبی احساساتو سپکاوې او له دې ناوړه خبرو کې پیغمبرصلی الله علیه و آله ته اشاره سره ترې ناوړه استفاده کېږي.
مولوی اشرفی، څرګنده کړه: د پاکستان اسلامی ایدیالوژی شورا تیاره ده چې پاکستان کې د مقدساتو د سپکاوې قانون په اړه څېړنه او ارزونه وکړي، ځکه چې په دې کې مختلفې ډلې اختلاف نظر لري او ما همدارنګه تیار یو چې څرنګه د دې نه د ناوړه استفادې مخنیوي وکړو.
پاکستانی عالم مولوی اشرافی، د مولوی شیرانی د دې وړاندیز چې د دینی مقدساتو سپکاوي قانون کې اصلاح وشي په اړه وویل: دې قانون کې لاسوهنه به سختې او ناوړه پایلې ولري.