حبیب حسن العطاس په دې کتنه کې امام خمیني د نړۍ ځانګړي شخصیت وټاکلو چې د نړۍ خلکو ته یی د امریکا و اسرائیل کبرجنه او اصلي مخ څرګنده کړي.
هغه په دې دیدار کې د هغه څارنې موسسه په اړه وویل: نعمت الجواهر موسسه می په دې اخیرنۍ کلونو کې جوړه کړه چې په کې د اندونیزیا بوګور سیمې ځوانانو او ماشومانو ته ښودنې وړاندې کېږي، د دې موسسه فعالیت له کلونو رسي ادامه لري. هم په دې اړ کې د ښودو فعالیتونو لپاره می یوه بله موسسه د حضرت امام خمیني په نوم باندې هم په کال ۲۰۱۵ کې پيل کړه.
العطاس همدارنګه اندونیزیا کې د اهل بیت علیهم السلام د کلتور خپرولو پ اړه وویل: له ماشومتوب نه می د اهل بیت علیهم السلام د فضایل په تېره بیا د امام علي علیه السلام له مور او پلار نه اورېدلي، نو ځکه له هغوي سره عشق او مینه لرم.
حبیب حسن العطاس ادامه کې وویل: له ښه مرغه د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله له بچو سره مینه لرونکې(چې آسیا شرقي جنوب سیمه کې «حبیب» باندې مشهور دي) په ټوله نړۍ کې شتون لري او د اهل بیت علیهم السلام ښودنې وړاندې کوي، د هغوي نه یو حضرت امام خمیني وو چې اسلامی غورځنګ ترسره کولو او د ایران د مسلمانانو لارښوونه په غاړه اخیستلو کې کامیاب شو.
هغه تاکید وکړو: حضرت امام خمیني هغه ځانګړي شخصیت وو چې د امریکا او د په سیمه کې د امریکا منونکو سره یی مقابله وکړه او ایران او د نړۍ نورو خلکو ته یی د امریکا او اسرائیل کبرجن مخ ورته وړاندې کړو.
عباس فاموری، د حبیب حسن العطاس کوښښونو ولمانځل او وې ویل: اندونیزیا کې د ایران کلتوری سازمان کوښښ کوي چې د امام خمیني او نعمت الجواهر په موسسو کې د ماشومانو او ځوانانو لپاره د فارسي ژبه کلاسونه پیل کړي او د امام خمیني موسسه کې د ایران پېژندنه عنوان لاندې تمدن او کلتوری پروګرامونو سره اسلامی ایران معرفي کړي. او همدارنګه په دغه موسسه کې قرآنی فعالیتونو نه د مرستې اعلان هم یی وکړو.