قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «أخبار مصر» خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د مصر اسلامی څېړنو غونډي مشر محی الدین عفیفی د تعلیمي دویمې دورې «دیني ویناوو کې نوښت» پرانیستا مراسمو چې د الازهر پوهنتون جومات کې پیل شو دې مطلب ته اشاره وکړه.
هغه د ځنې دیني ښودو تفسیر په اړه اقدام باندې ځانګړي نیوکه وکړه او هغه یی نا خوښه وګرځول او زیاته یی کړه: د دینی نوښت کې ځنې احکام صادر کېږي چې خلکو ته وړاندې کولو نه مخکې څېړنې او لوستلو ته اړتیا لري.
محی الدین عفیفی څرګنده کړه: نه ښایي چې فتوې او احکام د عالمانو لوستلو او څېړنو نه وړاندې له سپوږمیزه چینلو باندې خلکو ته وړاندې شي.
هغه ادامه کې وویل: ځنې انتخاب شوي دینی متون او ښودو کې کوښښ کوي چې خپل اعتراض او ګمراه اهداف خپلول توجیه کړي.
د مصر اسلامی څېړنو غونډې مشر تاکید وکړو: ګمراه شوي ترهګري ډلې خپل جرمونه توجیه کولو لپاره چې له اسلام سره هیڅ اړیکه نه لري د دین ځنې ښودو نه غلطه استفاده کوي.
هغه زیاته کړه: د اسلامی ولس تاریخي خطرناک دوره او هغه وخت چې د مسلمانانو دښمنان په مصر کې او له مصر نه بهر، اسلام او دینی موسسه د خپلو حملو هدف ګرځه وې نو دارنګه ستونزې زمونږ مسؤولیت نور هم زیاته وې.
محی الدین العفیفی په ادامه کې د الازهر یوه لوي دینی او علمي موسسه عنوان لاندې اسلامی نړۍ ته پیخ ستونزو سره مقابلې لپاره او د هغه خلکو ځان سره کول چې کوم په ريښتیا دینی نوښت او نوې فکر پسې دي، تاکید وکړو او وې ویل: دینی نوې فکر کوونکې په دې شرط سره چې د نوښت شرایط، دینی علمونو او دیني ژبې باندې پوهه لري او همدارنګه د ټولنې پرې اعتماد ولري نو کولې شي چې د الازهر د څارنې لاندې په دې اړه فعالیت وکړي.
د «دیني ویناوو کې نوښت» دویمه برخه په ۱۱ بهمن باندې د شیخ الازهر احمد الطیب په شتون سره د مصر الازهر پوهنتون جومات کې د الازهر پوهنتون علمي غونډې غړو او دینی علمونو څېړونکو ګډون سره «دیني فکر کې نوښت» عنوان سره شروع شو چې دا دوره به ۱۸۰ ګېنټو پورې وي او د الازهر پوهاند او عالمان به په کې تقریر کوي.