IQNA

اینديپنډنټ : قرآن د ترهګرو ډلو اقداماتو نه حمایت نه کوي

5:47 - February 04, 2016
د خبر لمبر: 3479840
نړیواله ډله: هغه ډلې چې جهادي اصطلاح لري او ځان د اسلام حقیقي مدافعان بولې او ادعا کوي چې د قرآن آیتونو تفسیر سره د پاریس، لندن او نیویارک غوندې حملو توجیه کولې شي، خو ولی د مسلمانانو اکثریت د ترهګرو دا جنایات محکوم کوي.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د برېتانیا اینډیپنډنټ ورځپاڼې لیکلې: په اصلاح کې جهادي ډلې، چې د مختلفو فرقو لکه د سلفیانو، وهابیانو، القاعده، طالبان، داعش او نورو افراط ګرو نه جوړې شوي ځان د اسلام حقیقي مدافعان بولې او ادعا کوي چې د قرآن آیتونو تفسیر سره د پاریس، لندن او نیویارک غوندې حملو توجیه کولې شي، خو ولی د مسلمانانو اکثریت د ترهګرو دا جنایات محکوم کوي.

د غیر مسلمانانو لپاره کېدلي شی چې دا درک سخت وې چې کومه یوه ډله ریښتونې ده؟ آیا اسلام یو خطرناکه دین دي؟

نو دلته دلایل مطرح کېږي چې ولی قرآن د ترهګرو ډلو اقداماتو نه حمایت نه کوي.

په حقیقت کې الله تعالی انسان ته د جنګ مشروط اجازت ورکړي او سره د دې چې دا شرایط سخت دې او دې تعیین سخت دي دا اصطلاحې جهادي ډلې له دغو شرایطو نه د یو شرط رعایت هم نه کوي.

ځنې له دغه شرایط په دې ډول دي: لومړي دا چې مسلمانان د جنګ شروع کولو اجازت نه لري. مسلمانان فقط له ځان نه دفاع کولي شي الله مسلمانانو ته اجازت ورکړي چې یواځې هم دغه وخت کې د خپل کورونو او ځمکې نه د جنګ لپاره وتلې شي. او همدارنګه که بې ګناه خلکو باندې حمله وشي او هغوي یی مرستې لپاره وغواړي.

خو ولی دې جنګونو لپاره هم قرآن محدودیتونه او قانون تعیین کړي دي، اول دا چې که چرې دښمن د سولې وړانديز درکړو نو مسلمانان باید جنګ ترک کړي، دویم، مسلمانان اجازت نه لري چې د الهي عدالت نه تجاوز وکړي«وَقَاتِلُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَكُمْ وَلاَ تَعْتَدُواْ إِنَّ اللّهَ لاَ يُحِبُّ الْمُعْتَدِينَ* او تاسې د الله په لار كښې له هغو كسانو سره وجنګېږئ، چې له تاسې سره جنګېږي، خو تېرى مه كوئ چې الله تيرى كوونكى نه خوښوي. نو په دې اساس د داعش غوندې نامحدود جنګ غیر اسلامی دي، مسلمانان وظیفه لري چې جنګي اسیرانو سره په احترام معامله وکړي، نه دا چې د هغې سرونه پرېکړې، او د هغې نه د داعش غوندې خطرناکې تبلیغاتي ویډیو جوړې کړی همدارنګه مسلمانان نشي کولې چې اسیران له ځان سره وساتې او زنداني کړي او هغې نه د یو ځواک استفاده وکړي ا اخیره کې دا چې د اسلام منونکې اجازت نه لري چې خپل دینی عقاید په دښمنانو باندې تحمیل کړي.

قرآن کې د جنګېدو اجازت یواځې د ځان نه دفاع په حالت کې جایزه ده، او د قرآن واقعي منونکې اجازت نه لري چې د جنګ شروع وکړي او حتی دفاعي جنګ کې هم د بې ګناه انسانانو د وژلو اجازت نه لري دا هغه اسلام دې چې د مسلمانانو اکثریت یی پیروي کوي او په حقیقت کې د نورو دینونو سره د یوځای سوله یز ژوند کولو لارښود دي.

http://iqna.ir/fa/news/3472179

captcha