IQNA

طاروطی: استاد غلوش د قاریانو د دوه نسلو ترمنځه د وصل کړۍ وه

0:25 - February 08, 2016
د خبر لمبر: 3479846
نړیواله ډله: استاد عبدالفتاح طاروطی وویل: مرحوم غلوش د قرآن کریم د قرائت د پوخ مکتبونو له بنسټ اېښوونکو نه وو چې د قاریانو موجوده نسل د دغه سرچینې نه په ډېرو طریقو او ډولونو سره ګټه اوچته کړي او د هغه نه پس ټولو قاریانو کې د هغه سبک په څرګنده ډول برېښي.

عبدالفتاح طارورطی استاد اسلامی نړۍ کې د قرائت برخه کې ځانګړي شخصیت دي، د قرآن نړیواله مقابلو کې څو څو ځل په ایران، دبی، عربستان، مالیزیا، ااندونیزیا او نورو هیوادونو کې دارو پاتې شوي. هغه د قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) سره مرکه کې دې مطلب ته اشاره وکړه او وې ویل: استاد راغب مصطفی غلوش اسلامی نړۍ او مصر کې د قرآن د تلاوت لوي استاد وو.

طاروطی د استاد راغب مصطفی غلوش مړینه ټولو قاریانو او د اسلامی نړۍ قرآنی فعالیت کوونکو ته خواخوږي وړاندې کړو او وې ویل: د هفته په ورځ باندې د هغه جنازه او هم دارنګه د هغه لمانځلو لپاره د مصر له مختلفه ولایتونو نه راغلې د استاد غلوش په زرګونو مینه والو او منونکو په شتون کې غونډه پیل شو.

د استاد راغب مصطفی غلوش مقام

استاد طاروطی څرګنده کړه: د استاد غلوش په مړینه د ټولو مصری قاریانو او قرآنی فعالیت کوونکو لپاره یوه غمیزه وه، ځګه چې هغوي د دې ډګر یو وتلې شخصیت له لاسه ورکړو. د قرائت په نړۍ کې د استاد راغب وجود د قاریانو او قرائت لپاره یو شان وو.

د قرآنی نړیواله مقابلو دارو زیاته کړه: مرحوم غلوش د قرآن کریم د قرائت د پوخ مکتبونو له بنسټ اېښوونکو نه وو چې د قاریانو موجوده نسل د دغه سرچینې نه په ډېرو طریقو او ډولونو سره ګټه اوچته کړي او د هغه نه پس ټولو قاریانو کې د هغه سبک په څرګنده ډول برېښي.

ادامه کې وویل: استاد غلوش د قاریانو د دوه نسلو د مصطفی اسماعیل د وخت نسل او د استاد منشاوي نسل ترمنځه د وصل یوه کړۍ وه.

طاروطی تاکید وکړو: زما او د نورو قاریانو لپاره هغه افتخار دي چې د هغه استاد غلوش په دورو کې وو، د استاد غلوش دورو کې ګډون زما او د نورو قاریانو لپاره افتخار دي ځکه چې هغه زمونږ او د اسلامی نړۍ د مشهور قاریانو ترمنځه کړۍ وه.

http://www.iqna.ir/fa/news/3473569


captcha