IQNA

سراسر اروپا کې د اسلام خلاف غورځنګ پګیدا احتجاج

9:16 - February 08, 2016
د خبر لمبر: 3479847
نړیواله ډله: د اسلام خلاف غورځنګ پګیدا د جرمنی زاکسن ولایت درسدن ښار په مرکز ټاکلو سره په سراسر اروپا کې احتجاج پیل کولو اقدام کړي.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د پرس ټي وي نه په نقل، په ۱۷ بهمن باندې د پګیدا غورځنګ سره تړلې ډلې چې اصلی مرکز په جرمنی کې دي، د اروپا مختلفو هیوادونو کې د مسلمانانو کډوالو اروپا ته را تللو باندې اعتراضي احتجاج پیل کړو.

نئونازی پګیدا غورځنګ، ۶فروري (۱۷بهمن) ورځ د اروپا سنګر په نوم وټاکله او له ټولو منونکو نه یی غوښتنه وکړه چې په سراسر سیمه کې احتجاج پيل کړي، هم په دې لار کې ۱۵ زره کسان د جرمنی سدن ښار کې چې د پګیدا غورځنګ د زېږېدلو ځای احتجاجي دي غونډه پیل کړه.

احتجاج کوونکو د آنګلا مرکل (د جرمنی ولسمشر) باید لري شي نعرو کې د هغه د تللو غوښتنه وکړه. پګیدا غورځنګ د کډوالو مرکل (کولو ورونه) سیاست په خلاف دي.

سراسر اروپا کې د اسلام خلاف غورځنګ پګیدا احتجاج

د پګیدا مقابله کې، د فاشيزم خلاف تقریباْ ۱۰زره کسانو د البا خوړ چې سدن ښار په دوه حصو کې تقسیمه وې نه هغه طرف د دې اسلام خلاف غورځنګ احتجاج پيل کړو.

د نوې راپور له مخې د هفته په ورځ تقریباْ ۱۰ زرو کسانو په د اروپا ۱۴ هیوادونو کې احتجاج پيل کړې او په ۶ سیمو کې د پګیدا غورځنګ منونکې له پولیسو سره نښتې کړي. د هالنډ هیواد کې تقریباْ ۲۰۰ منونکې د احتجاج لپاره را غونډ شو چې په اخیره کې پولیسو او د دغه ګوند مخالفو چې (کډوالو پخیر راغلي، فاشیست نه) نعرې وهلي له لاسه ووېشل شو.

سراسر اروپا کې د اسلام خلاف غورځنګ پګیدا احتجاج

د جمهوری چک پایتخت پراګ کې هم احتجاج پیل شو چې د پګیدا اسلام خلاف غورځنګ منونکو او مخالفو ترمنځه شخړې سره مخامخ شو، چې تقریباْ د پګیدا ۱۵۰۰ منونکو له اړخه احتجاج پیل شو، د ایر لینډ هیواد پایتخت دوبلین ښار کې هم د پګیدا غورځنګ له مخالفانو سره مخامخ شو او په اخیره کې د اسلام مخالف غورځنګ غړي تېښتې ته مجبور شو. د پګیدا غورځنګ احتجاج په انګلیس کې تقریباْ د ۱۰۰ کسانو شتون سره په برمنګهم ښار کې پيل شو.

د آر. اف. آی راډیو د راپور له مخې، د فرانس شمال کاله ښار کې هم تقریباْ د ۱۵۰ کسانو په شتون کې د کډوالو په خلاف احتجاج پیل شو چې له پولیس نیوکې سره مخامخ شو.

http://www.iqna.ir/fa/news/3473410


نویسنده:
رضوی
captcha