IQNA

د قرآن او حدیث المپیا مقابلې اندونیزیا کې پیل شوي

12:54 - February 09, 2016
د خبر لمبر: 3479851
نړیواله ډله: په اندونیزیا کې د جامعة المصطفی(صلی الله علیه و آله) العالمیة استازي له اړخه په دغه هیواد کې د قرآن او حدیث ملي المپیا مقابله پيل شو.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د جامعة المصطفی(صلی الله علیه و آله) العالمیة خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، دا مقابلې اندونیزیا کې د جامعة المصطفی(صلی الله علیه و آله) اسلامی ښوونځې صدرا کې د جامعة المصطفی(صلی الله علیه و آله) اندونیزیا غړي حجت‌الاسلام والمسلمین سید مفید حسینی کوهساری په شتون کې پيل شوي.

د سلو نه زیات د اندونیزیا محصلانو اوهمدارنګه د جامعة المصطفی(صلی الله علیه و آله) سره تړلي حوزو په دې مقابلو کې ګډون سره دا مقابلې د صدرا اسلامی ښوونځې کې پيل شوي.

د المپیاد پرانیستو مراسم، د جامعة المصطفی(صلی الله علیه و آله) اندونیزیا کې استازي مرستیال، یو شمېر استادانو او المپیاد کې ګډون کوونکو شتون سره د المصطفی(صلی الله علیه و آله) سالون کې پيل شو.

دې المپیاد کې، د اسلامی حکومتي پوهنتون اوین شریف هدایت الله جاکارتا، د جاکارتا قرآنی پوهنتونIIQ، د جاکارتا قرآنی علمونو پوهنتونPTIQ، د جاکارتا عالمانو غورځنګ پوهنتونUNU، د قرآن الحکم عالي علمونو مدرسهSTKQ، مدینة العلم اسلامی ښوونځې، د جاکارتا المصطفی(صلی الله علیه و آله) حوزه علمیه، یاپي حوزه علمیه، الزهراء(سلام الله علیها) حوزه علمیه، الهادی حوزه علمیه او دارالتقریب حوزه علمیه په مختلفو برخو کې ګډون لرلو.

د دې قرآنی المپیاد پرانیسته مراسمو کې، محمد روم، د صدرا اسلامی ښوونځې محصل او د دې دورې پيل کوونکې غونډې مشر، راتلونکو ته پخیر راغلې سره وویل: ملي المپیاد د اندونیزیا مختلفو حوزو او پوهنتونو ترمنځه د صله رحم او د ورور ولۍ ته وده ورکولو یو مهم اوزار شمېرلي کېږي، نو دا ډېر ارزښت لري.

په ادامه کې د استازي روزنې او کلتوری مرستیال خپلو خبرو کې څرګنده کړه: د قرآن او حدیث ملي المپیاد پیل کول سره د دې چې د پوهنتون او حوزې ورور ولۍ ته وده ورکوې د مسلمانانو په زړونو کې د قرآن او پیغمبر صلی الله علیه و آله مینه پیدا کوي.

په دې مراسمو کې حجت‌الاسلام والمسلمین سید مفید حسینی کوهساری، اندونیزیا کې د جامعة المصطفی(صلی الله علیه و آله) استازي د ورور ولۍ او اتحاد پیدا کولو کې د قرآن کریم رول باندې تاکید سره وویل: قرآن مسلمانان ته د نړۍ حقیقت او د هدایت لارښودنه کوي او که ټول د قرآن حقیقي معنا باندې پوهه شي نو د مسلمانانو ترمنځه به تاوتریخوالي نه وي.

هغه ادامه کې وویل: له بده مرغه مسلمانانو کې د کمزوري نقطه قرآن ته شا کول او د غربي کلتور او نظریات خپلول دي او انشاءالله چې دارنګه المپیاد سره به مسلمانان د قرآن او پیغمبر صلی الله علیه و آله وجود درک کړي او دا به خپل کړي.

captcha