قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، کویټه کې د ایرانی کلتور سازمان نه په نقل، دا غونډه د اسلامی انقلاب لسیزه سباوون مناسبت سره د ۵۰ کسانو نه زیات ځوانانو په شتون سره د کلتوری سازمان کتابتون کې پيل شوه.
په دې مراسمو کې ړومبي د قرآن کریم آیتونه د مولوی عبدالرحیم له اړخه قرائت شو، بیا د کویټه کې د ایران کلتوری سازمان مشر سید ابوالفضل حسینی، د رهبري مقام له اړخه د غربی ځوانانو ته لیک کې مهم نکتې شتون لرونکو ته بیان کړي.
هغه د امریکایی اسلام چې کوم اسلام امریکا او نړيواله استکبار یی غواړي او د حضرت محمد صلی الله علیه و آله اسلام په اړه مطالب بیان کړل چې شتون لرونکو ورته توجه وکړه.