IQNA

د پاکستان شیعه عالم ونیولې شو

4:06 - February 11, 2016
د خبر لمبر: 3479861
نړیواله ډله: د پاکستان پولیس، د دغه هیواد د «ګلګت بلتستان» سیمې وحدت مسلمین شورا مشر د یمن ولس نه د حمایت په تورې بندی کړو.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د پاکستان پولیس او امنیتي ځواکونو له اړخه د وحدت مسلمین شورا مشر حجت الاسلام نیر مصطفوي، د بلتستان ګلګت په سیمه کې د یمن ولس نه حمایت او د آل سعود محکومیت کې خلکو سره سوله یز احتجاج پیل کولو په سبب ونیولې شو.

هغه داسې وخت کې ونیولې شو چې تکفیری او افراطی ډلې هر ورځ د حرمین شریفین په بهانه او د آل سعود نه د حمایت کې احتجاج پیل کوي.

د پاکستان وحدت مسلمین شورا ستر مشر حجت الاسلام راجا ناصر عباس جعفري د حکومت دا اقدام محکوم کړو او د حجت الاسلام د ازادي غوښتنه یی وکړه.

هغه وویل: پاکستان کې سوله یز احتجاج پیل کول د هر ښاریز حق دي او مونږ د دې کار اجازت لرو او نه باید دا حق زمونږ نه واخیستلې شي.

حجت الاسلام والمسلمین جعفري زیاته کړه: حکومت نه باید د قانون په نوم له مخالفانو نه بدله واخلې، بلکې باید د بي ګناه کسانو په ځای د افراطی ډلو کسان چې د پاکستان امنیت لپاره خطر دي په خلاف اقدام وکړي.

http://www.iqna.ir/fa/news/3474501


نویسنده:
razavi
captcha