قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د حسیني علیه السلام سپېځلې آستانې خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، دا مقابلې د حسیني سپېځلې آستانې له اړخه پيل کېږي چې د نجلکیو او هلکانو دواړه برخو کې تقریباْ ۸۰۰ قرآنی حافظان په کې د عراق له مختلفو ولایتونو نه شتون لري.
د عراق ۸ ولایتو نه د قرآنی پلاوی کربلا ته را تللو سره دا قرآنی مقابلې شروع شوي چې تر درې ورځو ادامه لري.
د دې مقابلو د پرانیسته پرون ۲۲ بهمن باندې د عراق وتلې قران حافظ سید علی عادل تلاوت سره شروع شوه او د هغې نه پس د حسیني سپېڅلې آستانې دارالقرآن مرستیال سید مرتضی جمال تقریر کې د راروان نسل د قرآنی علمونو او ښودو فعالیتونو ارزښت په اړه خبری وکړي.
د دې مقابلې د داورانو غونډې مشر هم په خپلو خبرو کې د دې مقابلې ځنې برخو ته اشاره وکړه او وې ویل: دا مقابلې به روزانه په څلورو غونډو کې پيل کېږي چې دوه غونډې به سهار او نورې دوه غونډې به مازدیګر پيل کېږي او هره یوه غونډه به یوه د هلکانو او یوه د نجلکیو لپاره وې.
په زرګونو قرآنی حافظان طرحه د حسیني علیه السلام د آستانې یو مهم پروګرام دې او د دې پروګرام اصلی هدف د نوې نسل د قرآنی حافظانو په بڼه کې د قرآنی نړیواله غونډو او مقابلو کې د هیواد د غړو په توګه معرفي کول دي.
د امام حسین علیه السلام د سپېڅلې آستانې د قرآنی څېړنې اداره د عراق مختلفو ولایتونو ته په سفر ځې او د زرو قرآنی حافظانو طرحې لپاره د کسانو ټاکنه کوي.
د زرو قرآنی حافظانو طرحه کې فعالیتو کوونکو کار یواځې د آیتونو حفظ کولو او د آیتونو احکام ښودو پورې محدود نه دي بلکې په کال کې په سلګونو کسان یی د امام حسین علیه اسلام د څلوېښتي زیات ته راتلونکې خلکو ته د قرآن کریم د سورو صحیح قرائت ښودنه کوي.