IQNA

د هندي ماشومان ترمنځه د قرآنی مقابلو اخیرنۍ مرحله

9:56 - February 14, 2016
د خبر لمبر: 3479867
نړیواله ډله: هند کې د قرآنی مطالعاتو انجمن د دغه هیواد په آندرا پردیش ولایت کې د دوولس کالو نه کم ماشومانو ترمنځه د قرآن قرائت مقابلې اخیرنۍ مرحله نن ۲۵ بهمن باندې پیل کولو خبر ورکړي.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د « The Hans India» خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د دې انجمن مشر پرون یو کانفرانس کې اعلان وکړو: د ۳ نه تر ا۲ کالو ماشومانو ترمنځه د قرآن قرائت مقابلې اخیرنۍ مرحله نن ۲۵ بهمن باندې 9:30 بجې د آندرا پردېش ولایت وجایاوادا ښار «اتونګر» سالون کې نن پيل کېږي.

دا مقابلې د ماشومانو ترمنځه د معنویت او خپل ژوند کې قرآنی ښودنې ترسره کولو او ماشومانو کې د قرآن شوق ته وده ورکولو هدف سره پيل کېږي.

د دې مقابلو په مقدماتي دوره کې ۳۵۰۰ محصلانو ګډون کړي وو، چې په کې ۳۶۰ کسان اخیرنۍ مرحلې ته داخل شو.

دا مقابلې به دوه ډلو ترمنځه پیل کېږي، چې ړومبنۍ ډله کې به د ۳ کلنو نه تر ۵کلنو او دویمې ډلې کې به د ۶ کلنو نه تر ۱۲ کلنه ماشومان مقابلې کوي.

د هند قرآنی مطالعاتو انجمن د ګټونکو لپاره د نقدو جوایزو ورکولو خبرو ورکولو سره وویل: ۲۰ زره، ۱۵ زره او ۱۰زره روپیه به د ړومبنۍ ډلې لپاره او ۴۰ زره، ۳۰ زره او ۲۰زره روپیه د دویمې ډلې ګټونکو لپاره اعلان شوي.

هغه همدارنګه زیاته کړه: هغه ټول محصلان چې اخیرني مرحلې ته ورسېږي ۱۰ زره روپي سره د یو قرآن کریم، مقابلو کې د ګډون کولو یادګار او یو سند به ورته ورکړي کېږي.

تقریباْ ۱۷۵ ملیون مسلمانان په هند کې ژوندون کوي چې د هند د ولس شمېر په اساس نړۍ کې د ولس درېیمه حصه مسلمانان د پاکستان او اندونیزیا نه پس په هند کې ژوندون کوې.

http://iqna.ir/fa/news/3475033

captcha