IQNA

ناروي خبریال: له قرآن څخه دې د کافرانو آيتونه لرې کړل شي

1:41 - February 22, 2016
د خبر لمبر: 3479884
نړیواله ډله: ناروي خبریال خپل طنزي، د اسلام خلاف او د دغه هیواد توکمپال حکومت په لیکه، خبرو کې وویل: قرآن باید صحیح شي او د کافرانو او مشرکانو ایتونه دې ترې ړنګ شي او د مسلمانانو کډوالو را ننوتلو دې مخ نیوي وشي.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «Sputnik News» خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، که څه هم ناروي د کډوالو په خلاف سخته نیوکه کوي خو بیا هم د ناروې خبریال «هیګه استور هاو» دا ادعا کوي چې دا کافي نه دي.

د آفتن پستن ورځپاڼه ادعا کوي چې ناروي کې تقریباْ په سلو کې۳۰ نه تر ۳۵ مسلمانان افراطي دې.

د استورهاو بېباکه وړانديزونه د قرآن صحیح کول او د کافرانو او مشرکانو ایتونه ترې ړنګول، د اسلامی فعالیتونو په اړه قانون جوړولو لکه د نوې جوماتونو مخنیوي او موجوده جوماتونه بندول، په حجاب باندې بندیز لګول، د اروپا سرحد نه دېوال وهل، د کډوالو مخنیوي لپاره د ځواکونو لېږل او یواځې سیاسي کډوالو ته اجازت ورکول چې یواځې د ښه ژوند تېرولو لپاره نه رازي، ته شامل دي.

هغه دې خبرې رد کولو سره چې د مسلمانانو خلاف دسیسې ته لمن وهي وویل: سیاستوال هم باید دې کار ته وړاندې شي او د دې ټولواکۍ ایډیالوژۍ په وړاندې دي ټول واک ترلاسه کړي.

http://iqna.ir/fa/news/3476877
captcha