قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «مرأة البحرین» خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د بحرین الوفاق انجمن دې وینا سره چې د دینی عالمانو چلاوطني د نړیواله او بحرین اساسی قانون سره څرګنده مخالفت دي، له نړیواله ټولنې په تېره بیا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لپاره د عالي کمشنري نه غوښتنه کړي چې جلا وطنه دینی عالمانو په اړه دي روښانه او واضح دریځ غوره کړي.
دې بحرینی انجمن په ادامه کې د بحرین ستر دینی عالم شیخ محمد خجسته د جلا وطني حکم، چې تېره اونۍ د دغه هیواد جنايي محکمې له خوا تایید شو، د نړیواله او بحرین اساسی قانون په څرګنده توګه د پښو لاندې کول عنوان کړو.
الوفاق تاکید وکړو: شیخ محمد خجسته بحرین کې ملي شخصیت او لارښود دي چې د هیواد په خدمت کې یی ډېر ګډون لرلې او د ملي وحدت او د خلکو پوهنه کې برخه لري، نو د دارنګه حکم اجرا کول په غلط لوري تلل دې چې په ټولنه کې تاوتریخوالي ته وده ورکولو سبب ګرځي.
انجمن الوفاق ادامه کې د دینی عالمانو احترام او تکریم خپله هدف وټاکلو او د هغوی په خلاف کارونه او د هغوي له خپلو اساسي حقوقو نه محروم کولو بندیز غوښتنه یی وکړه. دې انجمن په ادامه کې د بحرین فعال ښاریزو جلا وطني په اړه د سزا غوښتنه د دیموکراسۍ ده، د آیت الله شیخ انجاتی جلا وطني ته اشارې سره وویل: سره د دې چې د شیخ آیت الله النجاتی د جلا وطني کال پوره کېږي خو هغه بیا هم د ولسو په وجدان کې حاضر دي.
د بحرین یوې محاکمه د دې کال ۲۵ اردیبهشت باندې شیخ محمد خجسته، د بحرین ستر دینی عالم او د دغه هیواد د شیعه عالمانو شورا مشر ته د جلا وطنۍ محکوم کړي وو چې د تېره اونۍ زیارت په ورځ ۲۹ بهمن باندې د بحرین جنايي محکمې له خوا دغه حکم تایید شو.