قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د استرالیا آدلاید کې جعفريه اسلامی مرکز او د ملبورن ښار کې د اهلبیت علیهم السلام د عاشقانو له اړخه د عزاداري مراسم د فاطمیه لومړۍ لسیزې په مناسبت سره شروع شوي.
د آدلاید ښار کې حجت الاسلام و المسلمین غلام علی حیدري او د ملبورن ښار کې علامه خالق داد تقریرونه کوي، دا مجلسونه د ماښام او ماخستن د لمونځ نه پس شروع کېږي.
هم په دې مناسبت د پاکستان کویټه ښار کې هم د اهلبیت علیهم السلام عاشقانو د تورو بیرغونو سره د فاطمیه ورځو استقبال وکړي او د ماتم او خفګان مجلسونو مراسم یی شروع کړل.
دا مراسم د کویټه سید آباد حسینیه کې پيل کېږي او د پیل کېدو محلي وخت یی ۲۰:۳۰ ښودلې شوي.
دا معنوي مراسم د حجت الاسلام و المسلمین سید هاشم موسوي، د کویټه ښار امام جمعه تقریر سره پیل کېږي.