قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د البوابة خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د مصطفی آکنجی د ترکی قبرس شمالی برخې ولسمشر یو بیانیه کې د روم هم منصب (نیکوس اناستاسپادیس) ته د دې پېښې په هکله خواخوږي وړاندې کړي، د قبرس ولسمشر په دغه پېښه کې لاس لرونکو زر تر زره نیولو باندې تاکید سره وویل: د دغه کسانو نیولو کوښښونه یواځې تر خبرو او تر ژبې پوری پاتې نشي.
آکنچی زیاته کړه: دا جومات په ۲۰۱۳ کال کې هم حملو سره مخامخ شوي وو، چې د کلتوري میراث فنی کمېټه یی د جوړولو ذمه په غاړه اخیستلې وه، چې د دې جومات د مرمت او جوړولو کار په کال ۲۰۱۴ کې پای ته رسېدلي وو.
هغه دا ناوړه اقدام محکومیت سره وویل: دا جومات پرون یوځلې بیا هدف وټاکلې شو.
همدارنګه د قبرس ولسمشر«نیکوس اناستاسیاس» یو بیانیه کې، دا پېښه سختي سره محکوم کړه او وې ویل: دا اقدام د جزیري وحدت او یووالي ته نقصان رسولو لپاره پیل شوي.
هغه زیاته کړه: د دغه پېښي لاس لرونکو پېژندلو لپاره د جنوبی قبرس محاکمې او پولیسو ته ضروري لارښوونې مو تر سره کړي.
د قبرس تاریخي جومات باندې دا دویمه حمله ده؛ لکه څرنګه چې د کال ۲۰۱۳ جنوري میاشته کې هم دې جومات باندې حمله شوي وه او د کلتوري میراث فنی کمېټه یی د جوړولو ذمه په غاړه اخیستلې وه. چې په کال ۲۰۱۴ کې خپل کار تر پای رسولې وو.
د کلتوري میراث فنی کمېټه په کال ۲۰۰۸ کې جوړه شوي وه چې د قبرس په دوه برخو جنوبی او شمالی جزیرو کې یی کارپوهان شتون لري او د جوماتونو او تاریخي ځایونو مرمت او جوړولو او د ساتنې کار تر سره کوي.
http://iqna.ir/fa/news/3477439