قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د الاهرام خبرونو ویب پاڼې نه په نقل، د الازهر بهرنې محصلانو ځانګړې، د قرآن حفظ مقابلو کې له ګټونکو لمانځلو مراسم پرون په قاهره کې پیل شو.
دا مقابلې د دې کال له دریم نه تر پنځم استفند پورې د الازهر محصلانو نړیواله انجمن له اړخه د شمال آفریقا محصلانو عمومي اتحادیه په همکاري سره پيل شوې، چې په کې د مختلفو ملیتونو او هیوادونو محصلانو چې الازهر پوهنتون کې تحصیل کوي ګډون وکړو.
دا مقابلې ۸۱ مقابله کوونکو په شتون سره په دوه برخو د ټول قرآن حفظ او د ۱۵ سپارو حفظ کې پيل شوي چې لومړي برخه کې د افغانستان «خان محمد عبدالصمد»، له نایجېریا نه «آدم عبدالله» ، له افغانستان نه «عزت الله عبداالواحید»، «إبراهيم آدم أبو بكر» له نیجر، «علي كاتندي» له اوګاندا، «نعمت الله محمد أفضل» له افغانستان، و «عبد اللطيف حمزة» له هند، او «عبد الله آدم عثمان» له نایجېریا په ترتیب سره له لومړي رتبه نه تر اتمې رتبې ترلاسه کړي.
په دویمه برخه کې چې د قرآن ۱۵ سپارو حفظ کې پیل شوه، «نابا علی» له توګو، «سیف الله محمد قاسم» له چاد، «زکریا دیاباتی» له ساحل عاج او «امینة عادل علی» له اوګاندا نه په ترتیب سره لومړي نه تر څلورمې رتبې ترلاسه کړي.
د قرآن کریم معنا د ټول بشریت د زړه او روح لپاره د سولې پیغام دي
دا قرآنی مقابلو له ګټونکو لمانځلو مراسم د الازهر محصلانو نړیواله انجمن مشر او د مصر د اوقاف وزارت مخکښې وزیر محمد القوصی په شتون کې پيل شو، هغه دې مراسمو کې تقریر وکړو او وې ویل: د قرآن کریم معنی او مفهوم د ټول بشریت د زړه، روح او عقل لپاره د سولې پيغام دي.
هغه ادامه کې وویل: تاوتریخوالی، ویجاړول، تباه کول او ترهګري چې نن د نړیواله ټیلی وژن چینلو نه خپرېږي د اسلام سپېڅلې او عظیم دین نه ډېر لري دي.
http://iqna.ir/fa/news/3478372